افغان اتلانو زمبابوې ته د ټېسټ سیالیو په لوبلړۍ کې ماتې ورکړه
نړیوال

افغان اتلانو زمبابوې ته د ټېسټ سیالیو په لوبلړۍ کې ماتې ورکړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د یوې خورا غوره او هر اړخیزې لوبې په پایله کې کوربه زمبابوې لوبډلې ته په دویمه ټېسټ لوبه کې د ۷۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د دوه ټېسټ سیالیو لوبلړۍ یې ۱-۰ په خپله بریا پای ته ورسوله.

شریکول:

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د یوې خورا غوره او هر اړخیزې لوبې په پایله کې کوربه زمبابوې لوبډلې ته په دویمه ټېسټ لوبه کې د ۷۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د دوه ټېسټ سیالیو لوبلړۍ یې ۱-۰ په خپله بریا پای ته ورسوله.

د یادې لوبې پچه زمبابوې وګټله او لومړی یې افغان لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه. افغان لوبډلې د دغې ټېسټ لوبې په لړ کې د خپلې توپوهنې په لومړۍ پاڼۍ کې ټولو لوبغاړو په زیان سره ۱۵۷ منډې جوړې کړې. د افغان لوبډلې په ګټه راشد خان ۲۵، رحمت شاه زرمتي ۱۹، عبدالمالک او فرید ملک له نورو توپوهونکو ډېرې ۱۷-۱۷ مندې جوړې کړې.

د افغان اتلانو د لومړۍ پاڼۍ د ۱۵۷ منډو په ځواب کې کوربه زمبابوې لوبډله په دویمه پاڼۍ کې د خپلو ټولو لوبغاړو په زیان سره ۲۴۳ منډې جوړې کړې او له افغان لوبډلې یې د ۸۶ منډو مخکېوالی واخیست. د افغان لوبډلې په ګټه راشد خان ۴، یمین خان احمدزي ۳، فرید احمد ملک ۲ او ضیاءالرحمن اکبر یوه ویکټ ترلاسه کړه.

افغان لوبډلې د زمبابوې پر وړاندې د یادې لوبې په ترڅ کې د خپلې توپوهنې په دویمه پاڼۍ کې خورا ښه توپوهنه وکړه او د خپلو ټولو لوبغاړو په زیان سره ۳۶۳ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۲۷۸ منډو هدف وټاکه. د افغان لوبډلې په ګټه رحمت شاه زرمتي ۱۳۹، عصمت عالم ۱۰۱، راشد خان ۲۳، شاهدالله کمال ۲۲ او یمین احمدزي له نورو ډېرې ۱۹ منډې جوړې کړې.

دا په ټېسټ کرکټ سیالیو کې د رحمت شاه زرمتي دریمه او د زمبابوې پر وړاندې دغه لوبلړۍ کې د نوموړي دویمه سلیزه وه چې د افغان لوبډلې په ګټه یې جوړه کړه. دغه راز تکړه ځوان توپوهونکي عصمت عالم هم په خپله لومړنۍ ټېسټ لوبه کې د یوې خورا غوره توپوهنې په ترڅ کې سلیزه جوړه کړه او لومړنی افغان لوبغاړی شو چې په خپله لومړنۍ ټېسټ لوبه کې سلیزه جوړوي.

افغان اتلانو د خپل ۲۷۸ منډو هدف په ځواب کې بهترینه توپ اچونه وکړه او د سیالې لوبډلې ټول لوبغاړي یې په ۲۰۵ منډو له ډګره بهر کړل، دغه لوبه یې د وروستۍ ورځې په سهار د ۷۲ منډو په توپیر په خپله بریا پای ته ورسوله او د دوه ټېسټ سیالیو لوبلړۍ یې ۱-۰ په خپله بریا پای ته ورسوله. 

دا په ټېسټ کرکټ سیالیو کې د افغان اتلانو څلورمه بریا وه چې ترلاسه یې کړه. له دې وړاندې افغان لوبډلې په ۲۰۱۹م کال کې ایرلنډ او بنګله دېش او په ۲۰۲۱م کال زمبابوې ته ماتې ورکړې وې. د زمبابوې پر وړاندې د افغان اتلانو دغه بریا په ټوله کې څلورمه او د زمبابوې پر وړاندې دویمه بریا ده چې افغان لوبډلې په ټېسټ کرکټ سیالیو کې ترلاسه کړه.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ځلانده ستوري راشد خان د زمبابوې پر وړاندې د دویمې ټېسټ لوبې په دواړو پاڼیو کې ۴۸ منډې جوړې کړې او ۱۱ ویکټې یې ترلاسه کړې چې له امله یې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. دغه راز رحمت شاه زرمتي د زمبابوې پر وړاندې د دوه ټېسټ سیالیو په لوبلړۍ کې د یوې سلیزې او یوې غبرګې سلیزې پرمټ د ۱۳۶.۶۶ منډو په اوسط سره ۳۹۲ منډې جوړې کړې او د لوبلړۍ تر ټولو غوره لوبغاړی ونومول شو.   

له دې وړاندې د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ لوبه بې پایلې ته رسېدلې وه چې په دویمه لوبه کې د بریا په ترلاسه کولو سره افغان اتلانو دغه لوبلړۍ هم په خپل نوم کړه.

په دې سره زمبابوې ته د افغان اتلانو اوږد او خورا بریالی سفر پای ته ورسېد، چې په ترڅ کې افغان لوبډلې د شل اوریزو نړیوالو سیالیو لوبلړۍ ۲-۱، د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو لوبلړۍ ۲-۰ او د ټېسټ سیالیو لوبلړۍ هم ۱-۰ په خپله بریا پای ته ورسوله.

ملاتړ کوونکي او همکاران

د ملي ټیم سپانسر

زموږ شریکان

Kam Air PARIO TYKA Afghan Telecom

زموږ سپانسران

dafaNEWS