افغان ابدالیانو په اکسپلور افغانستان درې اړخیزه لوبلړۍ کې لومړۍ بریا خپله کړه
د لوبې راپورونه

افغان ابدالیانو په اکسپلور افغانستان درې اړخیزه لوبلړۍ کې لومړۍ بریا خپله کړه

افغان ابدالیان کرکټ لوبډلې نن د اکسپلور افغانستان درې اړخیزې لوبلړۍ په لړ کې د ایرلنډ الف لوبډلې ته د ۷ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او په یادو سیالیو کې یې خپله لومړۍ بریا خپله کړه.

د لوستلو وخت: ~3 دقیقې

افغان ابدالیان کرکټ لوبډلې نن د اکسپلور افغانستان درې اړخیزې لوبلړۍ په لړ کې د ایرلنډ الف لوبډلې ته د ۷ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او په یادو سیالیو کې یې خپله لومړۍ بریا خپله کړه.

افغان لوبډلې د دغې لوبې پچه وګټله او لومړی یې په خپله د توپ اچونې پرېکړه وکړه. افغان توپ اچوونکو دغه پرېکړه ډېره ښه ثابته کړه او د یوې توپ اچونې پرمټ یې سیاله لوبډله په ۲۰۳ منډو له ډګره بهر کړه. د افغان لوبډلې په ګټه قیس احمد ۳، فرمان الله ساپي او شرف الدین اشرف ۲-۲، عبدالمالک، نوید ځدراڼ او خلیل احمد یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

افغان توپوهونکو د یاد هدف په تعقیب کې ډېره ښه توپوهنه هم وکړه او دغه هدف یې یوازې په ۳۳.۱ اورونو کې د خپلو درې لوبغاړو په زیان سره ترلاسه کړ. د افغان لوبډلې په ګته زبید الله اکبري ۷۶، صدیق الله اتل ۵۲، دروېش رسولي ۳۳* او اکرام علي خېل ۲۵* منډې جوړې کړې.

د افغان ابدالیان لوبډلې تکړه ورو توپ اچوونکي قیس احمد په دغه لوبه کې ډېره ښه توپ اچونه وکړه او د افغان لوبډلې په بریا کې یې ستره ونډه درلوده. نوموړي په ۸ اورونو کې د ۳۷ منډو په بدل کې د سیالې لوبډلې ۳ لوبغاړي له ډګره بهر کړل چې له امله یې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

افغان لوبډله به د یادو سیالیو په ترڅ کې خپله دریمه لوبه د راتلونکې دوشنبې په ورځ د سریلانکا الف لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي. 

ملاتړ کوونکي او همکاران