افغان اتلانو ستره بریا خپله کړه
نړیوال

افغان اتلانو ستره بریا خپله کړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د کرکټ نړیوالې شورا د اتلانو جام سیالیو په لړ کې نن د لاهور په قذافي کرکټ لوبغالي کې پیاوړې انګلستان کرکټ ملي لوبډلې ته د ۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه او په دغو سیالیو کې یې خپله لومړنۍ بریا ثبت کړه.

شریکول:

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د کرکټ نړیوالې شورا د اتلانو جام سیالیو په لړ کې نن د لاهور په قذافي کرکټ لوبغالي کې پیاوړې انګلستان کرکټ ملي لوبډلې ته د ۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه او په دغو سیالیو کې یې خپله لومړنۍ بریا ثبت کړه.

افغان لوبډلې د دغې لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه. افغان لوبډلې د دغې لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د خپلو ۷ لوبغاړو په زیان سره ۳۲۵ منډې جوړې کړې او سیالې انګلستان لوبډلې ته یې د ۳۲۶ منډو هدف وټاکه. د افغان اتلانو په ګټه ابراهیم ځدراڼ بهترینه توپوهنه وکړه او ۱۷۷ منډې یې جوړې کړې. دغه راز عظمت الله عمرزي ۴۱، محمد نبي او حشمت الله شهیدي هر یوه ۴۰ مندې جوړې کړې.

ابراهیم ځدراڼ د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې په یوه پاڼۍ کې د افغانستان لخوا د تر ټولو زیاتو منډو ریکارډ په خپل نوم کړ. له دې وړاندې هم د دغه ویاړ ابراهیم ځدراڼ درلود، چې په یوه پاڼۍ کې یې ۱۶۲ منډې جوړې کړې وې. سربېره پر دې، د نوموړي ۱۷۷ منډې د کرکټ نړیوالې شورا د چېمپینز ټرافي سیالیو په یوه پاڼۍ کې هم تر ټولو زیاتې منډې شوې او دغه ستر ویاړ یې د خپل ځان او افغانستان په نوم کړ. 

د یاد هدف په دفاع کې افغان اتلانو په وار وار سیال لوبغاړي له ډګره بهر کړل او د یوې خورا جالبې او په زړه پورې لوبې په پایله کې یې سیاله لوبډله په ۳۱۷ منډو له ډګره بهر کړه او د ۸ منډو په توپیر یې دا لوبه په خپله ګټه پای ته ورسوله. د افغان لوبډلې په ګټه عظمت الله عمرزي خورا عالي توپ اچونه وکړه او د سیالې لوبډلې ۵ ویکټې یې ترلاسه کړې. د نوموړي ترڅنګ محمد نبي دوه، راشد خان، ګلبدین نایب او فضل الحق فاروقي هر یوه، یو سیال لوبغاړی له ډګره بهر کړ.

تکړه پیلیز توپوهونکی ابراهیم ځدراڼ د خپلې شانداره سلیزې او ۱۷۷ منډو پرمټ د انګلستان پر وړاندې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

عظمت الله عمرزي نن د انګلستان پر وړاندې لوبه کې بهترینه لوبه وکړه او د افغان اتلانو په دې بریا کې یې ستر رول ولوباوه. نوموړي لومړی په توپوهنه کې په ۳۱ توپونو ۴۱ منډې جوړې کړې او بیا یې په خورا مهم وخت کې د افغان لوبډلې په ګټه بهترینه توپ اچونه وکړه، د لومړي ځل لپاره یې په یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې ۵ ویکټې ترلاسه کړې او افغان لوبډله یې سترې بریا ته ورسوله.

دا د کرکټ نړیوالې شورا په چمپینز ټرافي سیالیو کې د افغان لوبډلې لومړنۍ تاریخي بریا وشمېرل شوه. دغه راز دا د کرکټ نړیوالې شورا اړوند سیالیو کې د انګلستان پر وړاندې د افغان اتلانو دویمه پرلپسې بریا وه، چې نن شپه د پاکستان په لاهور ښار کې افغان اتلانو ترلاسه کړه.

په دې سره افغان لوبډله د یادو سیالیو په دویم ګروپ کې دریم مقام خپل کړ او د خپلې دریمې لوبې په موخه به د راتلونکې جمعې په ورځ د استرالیا کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

ملاتړ کوونکي او همکاران

د ملي ټیم سپانسر

زموږ شریکان

Kam Air PARIO TYKA Afghan Telecom

زموږ سپانسران

dafaNEWS