زموږ سفر د ۱۹۹۵ راهیسې

د افغانستان کرکټ بورډ تاریخچه

د افغانستان کرکټ فدراسیون د لومړني ځل لپاره په ۱۹۹۵ز کال کې رامنځته شو. په ۲۰۰۱ز کال کې یې د کرکټ نړیوالې شورا دریمه درجه غړیتوب ترلاسه کړ چې دغه کال په هېواد کې د یادې لوبې د پراختیا او پرمختیا په ډګرونو کې مهم کال بلل کېږي چې د ډېرو هلو ځلو په پایله کې یې بالاخره د کرکټ اسیایي شورا له لوري هم دویمه درجه غړیتوب ترلاسه کړ.

د افغانستان کرکټ بورډ تاریخچه

 د افغانستان کرکټ فدراسیون د لومړني ځل لپاره په ۱۹۹۵ز کال کې رامنځته شو. په ۲۰۰۱ز کال کې یې د کرکټ نړیوالې شورا دریمه درجه غړیتوب ترلاسه کړ چې دغه کال په هېواد کې د یادې لوبې د پراختیا او پرمختیا په ډګرونو کې مهم کال بلل کېږي چې د ډېرو هلو ځلو په پایله کې یې بالاخره د کرکټ اسیایي شورا له لوري هم دویمه درجه غړیتوب ترلاسه کړ.

 

۱- په افغانستان کې د کرکټ پراختیا او پرمختیا                                                                                                    

 

کرکټ په هېواد کې که څه هم تر ۲۰۰۰ز کال پورې ډېر شهرت نه و موندلی، خو په ۲۰۰۶ز کال کې کله چې افغانستان په نیمه پایلوبه کې له هانګ کانګ ماتې وخوړه، د کرکټ اسیایي شورا له افغان ملي لوبډلې سره د استعدادونو په موندنه او وړتیاو کې مؤثره او اغېزناک رول ولوباوه.

 

په پایله کې کرکټ په هېواد دننه او بهر د افغانانو په ځانګړي ډول د ځوانانو ترمنځ ځانګړی شهرت او مینه پیدا کړه. کرکټ دغه راز په یاده موده کې د رسنیو او مطبوعاتو پام هم ځان ته راواړوه چې دغه چاره د هېواد د ملي لوبډلې د لا ډېر شهرت او ځلېدو لامل شوه. افغان ملي لوبډلې کله چې په کویټ هېواد کې د کرکټ اسیایي شورا له لوري دوه جامونه ترلاسه کړل، په پایله کې یې افغان لوبډلې ته د خلکو له لوري د اتلانو نوم ورکړل شو چې هېواد ته په راګرځېدو سره یې د هېواد بېلابېلو قشرونو له خپلو اتلانو ځانګړی هرکلی وکړ او دغه راز یې دغه خوښۍ له هېواده بهر هم ونمانځلې.

 

د ملي لوبډلې لوبغاړي دغه راز د هېوادوالو له لوري بېلابېلو ولایتونو ته وروبلل شول او دغه خوښۍ یې په ګډه سره ونمانځلې. کرکټ د افغانانو راتلونکي ته هیله او ویاړونه وروبخښل چې په پایله کې یې لوبغاړو هم ټولو ولایتونو ته په خپل تګ سره خلکو ته د یووالي او ورورګلوۍ پیغامونه ولېږدول چې له امله یې د وخت د دولت پام هم ځان ته راواړوه.

 

۲- د افغانستان کرکټ بورډ رامنځته کېدل

 

د افغانستان کرکټ فدراسیون مسوولینو هغه مهال حکومت ته له فدراسیون څخه افغانستان کرکټ بورډ ته د دغې ادارې د بدلون او ارتقا غوښتنه وکړه، ځکه د کرکټ نړیوالې شورا له اصولو سره سم دغه اداره په نورو هېوادونو کې هم د بورډ بڼه لري او خپلې چارې په خپلواک ډول مخ ته وړي چې په پایله کې یې د ۲۰۰۹ز کال د جون په دویمه دغه اداره له فدراسیون څخه د بورډ بڼې ته واوښته.

 

بورډ ته د دغې ادارې له اوښتو سره سم په یاده اداره کې ډېر ستر مثبت بدلونونه رامنځته شول او د غوره حکومتولۍ په چوکاټ کې د یووالي، روڼتیا او مسوولیت منلو ډګر ته داخله شوه.

 

د حکومت د پرېکنده ملاتړ په پایله کې د وخت ولسمشر حامد کرزي د دغې ادارې لپاره د وخت د مالیې وزیر حضرت عمر زاخېلوال د وزارت ترڅنګ د یادې ادارې (افغانستان کرکټ بورډ) د لومړني مشر په توګه وټاکه. په دغه اداره کې د وړ او مجربه کارکوونکو په استخدام سره افغانستان کرکټ بورډ د پام وړ پرمختګونه وکړل چې د مرکزي دفتر سربېره د یادې ادارې لپاره ولایتي نماینده ګۍ او دفترونه هم پرانېستل شول. دا یو داسې وخت و چې په ټوله کې هېواد د بهرنیانو پر مرستو ولاړ او د کرکټ نړیوالې شورا له لوري له افغانستان کرکټ بورډ سره د دریمې درجې غړیتوب لرونکو هېوادونو په څېر مرسته او همکاري کېدله.

 

افغانستان کرکټ بورډ په ۲۰۱۱ ز کال کې ورته مهال د سټراټېژيک پلان طرحه هم مطرح او رامنځته کړه چې په پایله کې یې د اداري اصلاحاتو، پرمختګ، پراختیا، زیربنا، مالي ثبات او نورو بنسټیزو برخو کې هم د پام وړ پرمختګونه رامنځته شول.

 

۳- غوره پرمختګونه او فعالیتونه

 

افغان ملي لوبډلې د کرکټ اسیایي شورا په چوکاټ کې د پنځم ډیوېژن غړي په توګه ډېره هڅه وکړه چې په پایله کې یې ښه وځلېده او نورو هېوادونو سره یې تر ۲۵ لوبو پورې ترسره کړې، ترڅو د ۲۰۱۱ز کال لوبو ته لاره بیامومي.

 

افغان ملي لوبډلې په ارجنټاین کې په دریم ډیوېژن سیالیو کې له بریا وروسته او دغه راز په سویلي افریقا کې د ۲۰۰۹ز کال پر مهال د نړیوال جام سیالیو ته د لارموندنې وروسته چې دغه مهال ملي لوبډلې د اتو غوره لوبډلو نوملړ ته لاره موندلې وه، له بده مرغه ونشوی کولی چې په ډېر کم توپیر سره د ۲۰۱۱ز کال نړیوال جام ته لاره ومومي؛ خو دغه مهال بیا ستر زېری دا و چې افغان ملي لوبډلې د نامبیا لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د کرکټ نړیوالې شورا جام او د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو نوملړ ته لاره وموندله.

 

افغان ملي لوبډله دغه راز د ۲۰۱۰ز کال پر مهال په متحده عربي اماراتو کې د وروستیو سیالیو پر مهال د ایرلنډ لوبډلې په ګډون د خپل ګروپ له ټولو لوبډلو لوبې وګټلې او د ۲۰ اوریزو سیالیو نړیوال جام ته یې لاره ومونده. افغانستان دغه راز په کارابین کې په ۲۰۱۰ز کال کې هم سیالۍ وګټلې او په غوره ډول پکې وځلېده. که څه هم افغان لوبډلې خپلې دوه سیالۍ سویلي افریقا او هندوستان ته وبایللې، خو په یادو سیالیو کې د افغان لوبغاړو ګډون د هېوادوالو او خلکو له غوره او تود هرکلي سره مخ شو.

 

دغه راز افغان نوولس کلنې ملي لوبډلې هم په نیوزیلنډ کې د غوره لوبو په پایله کې د نوولس کلنو کم عمره ملي لوبډلې نړیوال جام ته لاره وموندله.


باید وویل شي چې ۲۰۱۲ز کال د افغان ملي لوبډلې لپاره له لاسته راوړنو ډک کال و چې په سریلانکا کې یې د ۲۰ اوریزو سیالیو نړیوال جام ته لاره وموندله او دغه راز د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې د کرکټ نړیوالې شورا جام سیالیو کې ګډون وکړ. افغان ملي لوبډله دغه راز په همدې کال کې د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې د پاکستان لوبډلې پر وړاندې چې د کرکټ نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب لرونکی هېواد و؛ د لوبې ډګر ته ښکته شوه او دغه راز د اسټرالیا په کوربه توب د سیالۍ ډګر ته ښکته شوه.

 

د کرکټ نړیوالې شورا د افغان لوبډلې او ادارې د ډېرو هلو ځلو په پایله کې په ۲۰۱۳ز کال کې د افغانستان کرکټ بورډ ته د دویمې درجې غړیتوب ورکړ.

 

افغان ملي لوبډلې له هغه وروسته د کرکټ نړیوالې شورا د ۲۰۱۴ز کال جام سیالیو ته لاره ومونده او سربېره پر دې یې د کرکټ نړیوالې شورا د ۲۰۱۵ز کال جام سیالیو ته چې په نیوزیلنډ او اسټرالیا کې ترسره کېدې؛ لاره ومونده چې افغانستان په دغو سیالیو کې د سکاټلنډ ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه چې په دې سره یې د نړیوال جام سیالیو کې د لومړي ځل لپاره یوې لوبډلې ته ماتې ورکړه.

 

افغان ملي لوبډلې دغه راز په یاد کال کې د زمبابوې پر وړاندې خپله لومړنۍ لوبه ترسره کړه چې په پایله کې ۲-۲ په مساوي ډول پای ته ورسېده. له ۱۹ کلنو کم عمره افغان ملي لوبډلې په ۲۰۱۴ز کال کې د نوولس کلنو کم عمره لوبغاړو په سترو سیالیو کې چې د متحده عربي اماراتو په کوربه توب ترسره شوې؛ ګډون وکړ چې په دغو سیالیو کې یې اووم مقام ترلاسه کړ چې په لړ کې یې افغان لوبډلې په خپل ګروپ کې د اسټرالیا سیالې لوبډلې ته هم ماتې ورکړه.

 

افغانستان په ۲۰۱۵ز کال کې د راتلونکو سیالیو په پروګرام کې هم شامل شو چې په دغه پروګرام کې د افغانستان د ګډون او شمولیت ګټه دا وه چې د راتلونکو سیالیو پروګرام له سترو لوبډلو سره سیالۍ وکړي او د کرکټ نړیوالې شورا د ۱۲ لوبډلو نوملړ ته یې لاره ومونده.

 

دغه راز د یادونې وړ ده چې افغانستان په دغه کال کې په شل اوریزو نړیوالو او یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې هم ډېرې لاسته راوړنې ترلاسه کړې چې په پایله کې یې افغانستان د یو ورځنیو سیالیو په درجه بندي کې نهم مقام او په شل اوریزو سیالیو کې لومړی مقام ترلاسه کړ.

 

افغانستان د دویمه درجه غړیتوب لرونکي هېواد په توګه د لومړي ځل لپاره تاریخ جوړ کړ چې په خپل نوملړ کې یې د بشپړ غړیتوب لرونکي هېواد ته ماتې ورکړه. افغانستان کرکټ بورډ دغه راز یو ځل بیا د زمبابوې په کوربه توب د یاد هېواد پر وړاندې په شارجه کرکټ لوبغالي کې د شل اوریزو او یو ورځنیو نړیوالو لوبو لوبلړۍ ترسره کړې چې له منځه یې دواړه په مساوي توګه پای ته ورسېدې.

 

افغانستان په ۲۰۱۶ز کال کې په هندوستان کې ترسره کېدونکي شل اوریز نړیوال جام کې هم په ګډون وکړ او دا هغه وخت و چې افغان ملي لوبډلې د لس غوره لوبډلو درجه بندۍ کې ځان شامل کړی وو چې په لړ کې یې په دغو سترو سیالیو کې ویسټ انډیز ته هم ماتې ورکړه. د افغان نوولس کلنو لوبډلې لوبغاړو په بنګله دېش هېواد کې نورو لوبډلو ته ماتې ورکړه او ځان یې د یادو سیالیو اتل کړ. 

افغانستان له ډېرو هلو ځلو وروسته دغه راز د ۲۰۱۷ز کال د جون میاشتې ۲۲مه نېټه د انګلستان په پلازمېنې لندن کې د کرکټ نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ. په داسې حال کې چې دغه کار د افغانستان کرکټ بورډ له لومړیتوبونو ګڼل کېده چې په پایله کې یې خپله موخه ترلاسه کړه چې د ټولو بشپړ غړیتوب هېوادونو له ډلې افغانستان لومړنی هېواد و چې د دویمه درجه غړیتوب وروسته د څلورو کلونو په موده کې یې بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ چې سربېره پر دې پکې افغانستان د لېسټ اې (List A) او فرسټ کلاس  (First Class)سیالیو مقام هم ترلاسه کړ. د کرکټ نړیوالې شورا دغه راز په ۲۰۱۷ز کال کې افغانستان ته د ټېسټ سیالیو غړیتوب هم ورکړ چې د افغانستان لپاره دغه هم چاره هم یوه ستره لاسته راوړنه وه چې ورسره افغانستان له بشپړ غړیتوب لرونکو هېوادونو سره ټېسټ سیالۍ پیل کړې.

د افغان ملي لوبډلې لپاره ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کالونه هم له اتلولیو او لاسته راوړنو ډک کالونه وو. په دغه موده کې افغان لوبډلې د بشپړ غړیتوب لرونکو سترو لوبډلو لکه پاکستان، بنګله دېش، سریلانکا، هندوستان او سویلي افریقا سره دوه اړخیزې سیالۍ ترسره کړې چې له جملې یې پاکستان ته په ۲۰ اوریزه لوبلړۍ او بنګله دېش او سویلي افریقا ته په ۵۰ اوریزو لوبلړیو کې ماتې ورکړې. د دې بریاو ترڅنګ افغان ملي لوبډلې په نړیوالو جامونو کې هم سترو لوبډلو ته په ماتو ورکولو سره د کرکټ نړۍ حیرانه کړه. افغان لوبډلې په لومړي ځل په ۵۰ اوریز نړیوال جام کې ۴ لوبې وګټلې او په ۲۰۲۳ کال ۵۰ اوریز نړیوال جام کې یې انګلستان، پاکستان، سریلانکا او نیدرلنډ مات کړل. دغه راز یې په ۲۰ اوریز نړیوال جام ۵ لوبې وګټلې او په ۲۰۲۴ کال شل اوریز نړیوال جام کې یې یوګانډا، نیوزیلنډ، پاپو نیو ګیني، اسټرالیا، او بنګله دېش مات کړل او په خپل تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د ۲۰ اوریز نړیوال جام تر نیمه پایلوبې ورسېده.

مهم پړاوونه

1
1995
بنسټ
د افغانستان د کرکټ فدراسیون تاسیس
2
2001
د ICC غړیتوب
د نړیوال کرکټ شورا لخوا د ملګري غړیتوب ورکړل شو
3
اوسمهال
دوامداره وده
د کرکټ غوره والی جوړول او د ملت الهام ورکول

د ACB په اړه نور وپیژنئ

زموږ مشرتابه، تنظیمي جوړښت، او هغه خلک وپیژنئ چې دا ټول ممکن کوي

ملاتړ کوونکي او همکاران