د افغانستان د کرکټ نولس کلنه کم عمره ملي لوبډله به د روانې مارچ میاشتې په وروستیو کې نیپال ته سفر وکړي، ترڅو د کوربه هېواد د نولس کلنې لوبډلې پر وړاندې د درې یو ورځنیو سیالیو لړۍ ترسره کړي. له یادو سیالیو وروسته به افغان لوبډله د نولس کلنو نړیوال جام په غوراوي پړاو سیالیو کې هم ګډون وکړي، چې د راتلونکې اپرېل میاشتې په ۱۲مه نېټه به په نیپال کې پیل شي.
افغان لوبډله به د کوربه نیپال پر وړاندې د درې یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ د راتلونکې اپرېل میاشتې په دریمه نېټه پیل کړي چې دوه نورې لوبې به یې د همدې میاشتې په شپږمه او نهمه نېټه د نیپال په پلازمېنه کټمنډو کې ترسره شي.
افغان ځوانانو تېره میاشت په خوست ولایت کې د خپلو راتلونکو نړیوالو سیالیو لپاره د غوره چمتووالي په موخه دویم پړاو یو میاشتنی تمریناتي کمپ هم ترسره کړ، چې ۱۹ لوبغاړو پکې ګډون درلود. په دې موده کې لوبغاړو د مجربو روزونکو تر څار لاندې د لوبې په ټولو برخو کې غوره تمرینات ترسره کړل.
د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې لومړی تمریناتي کمپ په ننګرهار ولایت کې ترسره شوی و، چې ۳۰ لوبغاړو پکې ګډون درلود او د چاڼ له اړوند لړۍ وروسته ۱۹ غوره لوبغاړي وټاکل شول او هغوی ته په خوست کرکټ لوبغالي کې د ارزونې، چمتووالي او تکړښت ځانګړی کمپ پیل شو.
ټاکل شوې ده چې افغان لوبډله د روانې روژې مبارکې میاشتې په اوږدو کې یو بل لس ورځنی تمریناتي کمپ هم ترسره کړي، چې په ترڅ کې به یې وروستي ۱۵ لوبغاړي وټاکل شي او به د خپلو راتلونکو مهمو نړیوالو سیالیو لپاره لا زیات چمتووالی ونیسي.
د افغانستان کرکټ بورد اجراییوي رییس ښاغلی نصیب خان په یادو سیالیو کې د افغان لوبډلې د غوره کارکردګیو ته هیله من دی او زیاتوي: ((نیپال کې د کرکټ لوبه په چټکۍ پرمختګ کوي او له دې لوبې سره د بېسارې مینې له وجې یې ډېر ښه لوبغاړي موندلي دي، چې په راتلونکي کې به د خپل هېواد غوره استازیتوب وکړي.))
نوموړي زیاته کړه: ((د نیپال پر لوبغالو به د یاد هېواد پر وړاندې لوبې اسانه نه وي، خو زموږ د لوبغاړو د تیرو څو میاشتو چمتووالي ته په کتو، زه هیله من یم چې دوی به په راتلونکو دواړو پړاو سیالیو کې ښې لوبې وکړي او نړیوال جام سیالیو ته په لارموندنې سره به هېواد ته لا زیات ویاړونه راوړي.))
د نیپال نوولس کلنې لوبډلې پر وړاندې د سیالیو مهالوېش:
نېټه | لوبه | لوبغالی |
پنجشنبه، د اپرېل میاشتې دریمه نېټه | لومړۍ یو ورځنۍ لوبه | کټمنډو، نیپال |
یکشنبه، د اپرېل میاشتې شپږمه نېټه | دویمه یو ورځنۍ لوبه | کټمنډو، نیپال |
چهارشنبه، د اپرېل میاشتې نهمه نېټه | دریمه یو ورځنۍ لوبه | کټمنډو، نيپال |