د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو غوراوي کمېټې د نیپال پر وړاندې د راتلونکو درې یو ورځنیو سیالیو او د نوولس کلنو لوبغاړو د نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو لپاره د افغان لوبډلې نوملړ په ډاګه کړ. د مهالوېش له مخې به د نیپال پر وړاندې لوبلړۍ د راتلونکې اپرېل میاشتې په دریمه نېټه پیلېږي او د نړیوال جام غوراوي پړاو سیالۍ به د همدې میاشتې په ۱۳مه نېټه د نیپال په ملپاني ښار کې پیل شي.
افغان لوبډله به د روانې میاشتې په وروستیو کې نیپال ته
سفر وکړي، چیرې به چې د کوربه هېواد د نوولس کلنې لوبډلې پر وړاندې درې یو ورځنۍ
لوبې ترسره کړي. یادې سیالۍ د اپرېل میاشتې په دریمه، شپږمه او نهمه نېټه پلان شوې
دي. له دې لوبلړۍ وروسته به افغان ځوانان د نوولس کلنو نړیوال جام په غوراوي پړاو
سیالیو کې برخه واخلي، چې د اپرېل میاشتې له ۱۳مې تر ۱۹مې نېټې به د ملپاني ښار په
دوه بېلابېلو لوبغالو کې ترسره شي.
د یادو سیالیو په ترڅ کې به افغان ځوانان د عمان، هانګ
کانګ، متحده عربي اماراتو او نیپال نوولس کلنو لوبډلو پر وړاندې سیالۍ ترسره کړي.
د یادو سیالیو مخکښه لوبډله به د ۲۰۲۶م کال نوولس کلنو لوبغاړو نړیوال جام ته لاره
ومومي چې د راتلونکي ۲۰۲۶م کال په لومړیو کې به په زمبابوې او نمیبیا هېوادونو کې
ترسره شي.
افغانستان کرکټ بورډ د افغان نوولس کلنې لوبډلې د غوراوي
پروسه څو میاشتې وړاندې پیل کړې وه چې په ترڅ کې یې لوبغاړو ګڼ شمېر تمریناتي
کمپونو کې ګډون وکړ. د افغان لوبغاړو وروستی تمریناتي کمپ په خوست ولایت کې ترسره
شو، چې پکې ۱۹ لوبغاړو ګډون درلود. په دغه کمپ کې د لوبغاړو پر فزیکي تکړښت او د
لوبې پر ټولو برخو کار وشو او همداراز د هغوی ترمنځ یو شمېر تمریناتي سیالۍ هم
ترسره شوې.
د
افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر احمدشاه سلیمانخېل د راتلونکو سیالیو په اړه وایي: ((د افغان لوبډلې له
راتلونکو سیالیو زموږ ستر هدف دا دی چې د نوولس کلنو لوبغاړو نړیوال جام سیالیو ته
لاره ومومو. همدې موخې ته په کتو، موږ د تېرې څه مودې راهیسې لوبډلې ته بېلابېل تمریناتي او روزنیز کمپونه چمتو کړل چې په پایله کې مو ترې ۱۷ تنه لوبغاړي په نښه کړل. زموږ لوبغاړي د راتلونکو
سیالیو لپاره ډېر لېواله دي او زه ډاډمن یم چې په راتلونکو دواړو پړاو سیالیو کې به افغان ځوانان ښه ځلېږي او نړیوال جام ته په
لارموندلو سره به هېواد ته ویاړونه راوړي.))
د نیپال پر وړاندې د درې یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ او د نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو لپاره د افغان لوبډلې نوملړ: محبوب تسکین (لوبډلمشر او ویکټ ساتونکی)، خالد احمدزی ویکټ ساتونکی، عزیرخان، فیصل خان، برکت ابراهیمزی، عزیز میاخېل، نظیف امیري، واحدالله ځدران، زیت الله شاهین، حفیظ ځدراڼ، عبدالعزیز خان، نصرت الله نورستانی، خاطر ستانکزی، سلام خان، عزت نور شېرزاد، کمال خان او روح الله عرب.
د سیالیو
مهالوېش:
د
نیپال پر وړاندې د درې یو ورځنیو سیالیو مهالوېش |
||
نېټه |
لوبه |
لوبغالی |
پنجشنبه، د اپرېل میاشتې دریمه نېټه |
لومړۍ یو ورځنۍ لوبه |
ملپاني، نیپال |
یکشنبه، د اپرېل میاشتې شپږمه نېټه |
دویمه یو ورځنۍ لوبه |
ملپاني، نیپال |
چهارشنبه، د اپرېل میاشتې
نهمه
نېټه |
دریمه یو ورځنۍ لوبه |
ملپاني، نیپال |
د
نوولس کلنو نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو مهالوېش |
||
یکشنبه،
د اپرېل میاشتې ۱۳مه نېټه |
افغانستان د عمان پر وړاندې |
ملپاني، نیپال |
دوشنبه،
د اپرېل میاشتې ۱۴مه نېټه |
افغانستان د هانګ کانګ پر وړاندې |
ملپاني، نیپال |
چهارشنبه،
د اپرېل میاشتې ۱۶مه نېټه |
افغانستان د متحده عربي اماراتو پر
وړاندې |
ملپاني، نیپال |
شنبه،
د اپرېل میاشتې ۱۹مه نېټه |
افغانستان د نیپال پر وړاندې |
ملپاني، نیپال |
پای
د افغانستان
کرکټ بورډ سوداګریزه څانګه