د افغانستان کرکټ بورډ او ابوظبي کرکټ کمپلکس ترمنځ د همکاریو تړون لاسلیک شو
خبرپاڼه

د افغانستان کرکټ بورډ او ابوظبي کرکټ کمپلکس ترمنځ د همکاریو تړون لاسلیک شو

د افغانستان کرکټ بورډ او ابوظبي کرکټ او ورزشي کمپلکس د مشرتابه ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو رسمي تړون لاسلیک شو چې له روان ۲۰۲۵ز کال څخه به تر ۲۰۲۹ز کال پورې د عملي کېدو او اجرا وړ وي چې پر بنسټ به یې دواړه لوري یو بل سره په اړوند ډګرونو کې همکاري کوي.

شریک کړئ:

 د افغانستان کرکټ بورډ او ابوظبي کرکټ او ورزشي کمپلکس د مشرتابه ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو رسمي تړون لاسلیک شو چې له روان ۲۰۲۵ز کال څخه به تر ۲۰۲۹ز کال پورې د عملي کېدو او اجرا وړ وي چې پر بنسټ به یې دواړه لوري یو بل سره په اړوند ډګرونو کې همکاري کوي.

دغه تړون د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس ښاغلي نصیب خان او د ابوظبي ورزشي کمپلکس اجراییوي رییس مېټ بووچر ترمنځ د یادې شورا د عمومي منشي ښاغلي عارف حمد العواني په شتون کې لاسلیک شو چې پر بنسټ به یې افغان کرکټ بورډ ته د ابوظبي ورزشي کمپلکس په کرکټ لوبغالو، روزنځایونو، ورزشي جېمونو او روزنیزو ځایونو کې له کوم فیسونو او لګښتونو پرته د افغاستان کرکټ ملي لوبډلې، الف، نووولس کلنو او دغه راز نورو لوبډلو ته په نړیوال معیار برابرې اسانتیاوې او خدمتونه برابريږي.

دغه راز به د دغه هوکړه لیک او تړون له مخې، د افغانستان کرکټ بورډ د ظرفیت لوړونې څانګې کمپونه، د ظرفیت لوړونې ورکشاپونه او اړوند پروګرامونه هم د ابوظبي په ورزشي کمپلکس کې ترسره کېږي چې سربېره پر دې به پکې د لوبغاړو لپاره د لامبو حوضونو، د لوبغاړو د فزیکي تکړښت لپاره د روزنځایونونو او اکاډمیو وړاندې کول هم شامل دي.

سربېره پر دې د یادونې وړ ده چې د ابوظبي کرکټ او ورزشي کمپلکس به د افغانستان په کوربه توب د ملي لوبډلې د دوه اړخیزو ټېسټ سیالیو او لوبلړیو لپاره د ابوظبي کرکټ عمومي لوبغالی، دغه راز ټولرېنس او اوول لوبغالي په کم فیس افغانستان کرکټ بورډ ته په واک کې ورکوي.

همدارنګه باید وویل شي چې ابوظبي ورزشي کمپلکس به د الف، ایمرجېنګ، او نوولس کلنو کم عمره لوبډلې لوبغاړو د تمریناتي کمپونو پر مهال له کوم فیس او لګښتونو پرته هر ډول تخنیکي اسانتیاوې برابروي.

د یادونې وړ ده چې دغه راز به یاد کمپلکس د لوبغاړو، مسوولینو او د مېلمه هېواد د لوبغاړو او مسوولینو لپاره د ویزو په ډګر کې هم بشپړه همکاري کوي چې د نورو مواردو سربېره په سختو حالتونو کې له افغانستان کرکټ بورډ سره په مالي او باننکي ډګرونو کې هم اړوند همکارۍ کوي.

د یادونې وړ ده چې په بدل کې به یې افغانستان کرکټ بورډ د اړتیا له مخې خپلې ټول تمریناتي کمپونه، د ملي لوبډلې د ټېسټ سیالۍ، د الف، ایمرجېنګ او نوولس کلنو کم عمره لوبډلو لوبې او کمپونه، روزنیز او تخنیکي ورکشاپونه او د چمتووالي کمپونه د ابوظبي ورزشي کمپلکس پر لوبغالو، روزنځایونو او میدانونو باندې ترسره کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس ښاغلی نصیب خان په دې اړه وايي: ((ډېر خوشحاله یو چې متحده عربي امارات د افغان لوبډلو لپاره د دویم کور په توګه غوره کوو، ترڅو دوی له هر ډول معیاري لوبغالو، روزنځایونو، جېمونو او اړوند نورو اسانتیاو برخمن وي او وکولی شي چې دوی له نړیوالو معیارونو سره سم کرکټ زده کړي او له کومه اړخه له کمښت سره مخ نه وي، ځکه افغان کرکټ باید تر هغو پولو ورسیږي چې په پام کې یې لرو. دا زما له موخو څخه یوه ده، ترڅو افغان کرکټ ته ټولې هغه اسانتیاوې او سهولتونه ورکړو چې باید لوبغاړي ترې برخمن وي او ټولې هغه باید له نړیوالو معیارونو سره برابرې وي.))

دغه راز د ابوظبي کرکټ او ورزشي کمپلکس عمومي منشي ښاغلي عارف حمد العواني هم په دې ناسته کې وویل: ((ابوظبي ویاړي چې له افغان کرکټ بورډ سره ورته تړون لاسلیکوي او موږ دوی ته په اړوند ډګرونو کې اسانتیاو برابرو. دا یو غوره ګام دی چې موږ د افغان کرکټ له ملي، الف، نوولس کلنو او نورو اړوندو لوبډلو د لوبغاړو لپاره په معیارونو برابر خدمتونه وړاندې کوو او دا زموږ لپاره هم د خوښۍ ځای دی چې موږ له همدې لارې د افغان لوبغاړو په بوختیاو او روزنه کې مهم رول لوبوو چې دوی یې حقداره دي او دا کار د کرکټ له پرمختګ ته د دواړو هېوادونو ژمنتیا هم ښيي.))

سربېره پر دې د یاد ورزشي کمپلکس اجراییوي رییس ښاغلی مېټ بووچر هم د یاده تړون د لاسلیک په تړاو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: ((د ابوظبي ورزشي کمپلکس دا ویاړ له ځانه سره لري چې د افغان کرکټ ملي لوبډلې د ټولو بڼو او درجو لوبغاړو ته له نړیوالو معیارونو سره سم خدمات وړاندې کوو. د نړۍ پېژندل شویو لوبغاړو له دې وړاندې هم په دې ځایونو کې لوبې او تمرینات کړي او له دې سره به د افغان لوبغاړو تجربې او ظرفیتونه لا ډېر لوړ شي او دا کار له ورزش او ورزشي جزبې سره زموږ لا ډېره ژمنتیا په ډاګه کوي. موږ له دې وړاندې هم په بېلابېلو لوبلړیو کې د افغانستان کوربه توب کړی دی او په دې خوښ یم چې ابوظبي د دوی د دویم کور په توګه یو ځل بیا غوره کېږي.))

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د افغانستان کرکټ بورډ د اجراییوي رییس ښاغلي نصیب خان او د یاد ورزشي کمپلکس د عمومي منشي ښاغلي عارف حمد العواني ترمنځ لیدنه هم شوې وه چې له رسمي خبرو اترو وروسته یې دا دی پایله د دوه اړخیزه تړون لاسلیک شو چې د دواړو لوریو ترمنځ ترسره شو.

ملاتړ کوونکي او همکاران

د ملي ټیم سپانسر

زموږ شریکان

Kam Air PARIO TYKA Afghan Telecom

زموږ سپانسران

dafaNEWS

موږ سره اړیکه ونیسئ

د افغانستان کرکټ بورډ د کابل د کرکټ ملي لوبغالی، خان عبدالغفار خان سړک، کابل افغانستان.

E-mail: info@afghancricket.af

لوبې

  • کورني
  • نړيوال

ويډیوګانې

  • وروستي
  • common.highlights
  • فيچرونه
  • common.interviews

رسنيزې سرچينې

  • خبرونه
  • مقالې
  • مطبوعاتي اعلامیې
  • کنفرانسونه

زموږ په اړه

  • تاريخچه
  • د فساد ضد
  • ممنوعه درمل