د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو غوراوي کمېټې نن د ایرلنډ او سریلانکا الف لوبډلو پر وړاندې دوه څلور ورځنیو سیالیو او درې اړخیزې لوبلړۍ لپاره د افغان ابدالیان لوبډلې نوملړونه په ډاګه کړل. دغه سیالۍ به د راتلونکې اپرېل میاشتې په ۷مه نېټه د افغانستان په کوربه توب په متحده عربي اماراتو کې پیل شي چې د مې میاشتې تر دویمې نېټې پورې به یې په ترڅ کې ۷ یو ورځنۍ او دوه څلور ورځنۍ سیالۍ ترسره شي.
د دغې لوبلړۍ پیل به د افغان ابدالیان او ایرلنډ
الف لوبډلو ترمنځ په څلورورځنۍ لوبه وشي چې د اپرېل میاشتې له ۷مې تر ۱۰مې نېټې
به د متحده عربي اماراتو په ابوظبي ښار کې ترسره شي. د لومړۍ څلور ورځنۍ لوبې له
پای ته رسېدو وروسته به د اپرېل میاشتې په ۱۳مه نېټه د یو ورځنیو سیالیو درې اړخیزه
لوبلړۍ پیل شي چې په لومړۍ لوبه کې به یې سریلانکا الف لوبډله د ایرلنډ الف لوبډلې
پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
د یو ورځنیو
سیالیو په دغه درې اړخیزه لوبلړۍ کې به هره لوبډله د بلې پر وړاندې دوه لوبې ترسره
کړي چې د لومړي پړاو دوه مخکښې لوبډلې به د اپرېل میاشتې په ۲۵مه نېټه کېدونکې
پایلوبې ته لاره ومومي. د درې اړخیزې لوبلړۍ په پای کې به افغان لوبډله د اپرېل
میاشتې په ۲۹مه نېټه د سریلانکا الف لوبډلې پر وړاندې خپله دویمه څلور ورځنۍ لوبه
پیل کړي چې د مې میاشتې تر دویمې نېټې به په ابوظبي کرکټ لوبغالي کې دوام وکړي.
افغان ابدالیان
اوسمهال په ننګرهار ولایت کې د یادو سیالیو لپاره د چمتووالي په موخه په دوه
بېلابېلو ګروپونو کې په تمریناتو بوخت دي، ترڅو د راتلونکې لوبلړۍ د دواړو بڼو
(څلور ورځنیو او یو ورځنیو سیالیو) لپاره اړین چمتوالی ونیسي.
د افغانستان
کرکټ بورډ اجراییوي رییس ښاغلي نصیب خان په دې اړه وویل: ((د ایرلنډ او سریلانکا
الف لوبډلو پر وړاندې راتلونکې سیالۍ به زموږ د ځوانو لوبغاړو لپاره زرینه موقع
وي، ترڅو په نړیواله کچه خپلې وړتیاوې نندارې ته وړاندې کړي او خپلو مهارتونو ته
لا زیاته وده ورکړي. له دې سیالیو زموږ یوه مهمه موخه دا هم ده چې د اوږده فارمټ لوبو
لپاره غوره لوبغاړي ومومو او له خپلو اوږدمهاله پلانونو سره سم په راتلونکي کې د
سور بال بهترینه لوبډله ولرو او په ټوله کې په هېواد کې د سور بال کرکټ ته لا
زیاته وده ورکړو.))
د افغانستان
کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې سرپرست مشر، ښاغلي احمدشاه سلیمانخېل وویل: ((لوبډله
کې هم ځوانو لوبغاړو ته موقع ورکړل شوې او هم د ملي لوبډلې یو شمېر مرکزي قرارداد
لرونکي لوبغاړي شامل شوي دي، ترڅو هم ځوانو لوبغاړو ته په نړیواله کچه د خپلو
ووتیاو څرګندولو موقع برابره کړو او هم د لوبو د ګټلو لپاره یو پیاوړی او متوازن جوړښت
ولرو. دغه راز یو شمېر هغه ځوان لوبغاړي چې له دې وړاندې یې په الف لوبډله کې غوره
کارکردګي کړې وه، هم د راتلونکو سیالیو لپاره لوبډلې ته اضافه شوي دي. موږ هیله من
یو چې ټول لوبغاړي د یادو سیالیو پرمهال خپلې وړتیاوې نندارې ته وړاندې کړي او د
خپلو سیالو لوبډلو پر وړاندې بریاوې خپلې کړي.))
د څلور ورځنیو
سیالیو لپاره د افغان ابدالیان لوبډلې نوملړ: دروېش رسولي لوبډلمشر، عبدالمالک مرستیال لوبډلمشر، اکرام علي خېل او افسر
ځاځی ویکټ ساتونکي، ریاض حسن، عمران میر، بهیر شاه محبوب، اعجاز احمد مهري، شمس
الرحمن، عصمت عالم، ضیاءالرحمن اکبر، عرب ګل مومند، ضیاءالرحمن شریفي، ابراهیم
عبدالرحیمزی، بشیر احمد او فرید احمد ملک.
د درې اړخیزې
لوبلړۍ لپاره د افغان ابدالیان لوبډلې نوملړ: دروېش رسولي لوبډلمشر، صدیق الله اتل مرستیال لوبډلمشر، اکرام علي خېل او
محمد اسحاق ویکټ ساتونکي، عبدالمالک، زبید اکبري، اعجاز احمد مهري، بلال احمد
ترین، شرف الدین اشرف، فرمان الله ساپی، قیس احمد، ضیاءالرحمن اکبر، نوید ځدراڼ،
خلیل احمد، عبدالرحمن او بلال سمیع.
سربېره پر دې، محمد سلیم ساپی، یما عرب، فریدون داودزی او خلیل ګربز د ټولو سیالیو لپاره په احتیاطي لوبغاړو کې شامل دي.
د سیالیو
مهالوېش:
نېټه |
لوبه |
لوبغالی |
د اپرېل له ۷مې – ۱۰مې نېټې |
افغان ابدالیان د ایرلنډ الف پر وړاندې ( لومړۍ څلور
ورځنۍ لوبه) |
ابوظبي |
د اپرېل ۱۳مه نېټه |
ایرلنډ الف د سریلانکا الف پر وړاندې (یو ورځنۍ لوبه) |
ابوظبي |
د اپرېل ۱۵مه نېټه |
افغان ابدالیان د سریلانکا الف پر وړاندې (یو ورځنۍ
لوبه) |
ابوظبي |
د اپرېل ۱۷مه نېټه |
افغان ابدالیان د ایرلنډ الف پر وړاندې (یو ورځنۍ
لوبه) |
ابوظبي |
د اپرېل ۱۹مه نېټه |
ایرلنډ الف د سریلانکا الف پر وړاندې (یو ورځنۍ لوبه) |
ابوظبي |
د اپرېل ۲۱مه نېټه |
افغان ابدالیان د ایرلنډ الف پر وړاندې (یو ورځنۍ
لوبه) |
ابوظبي |
د اپرېل ۲۳مه نېټه |
افغان ابدالیان د سریلانکا الف پر وړاندې (یو ورځنۍ
لوبه) |
ابوظبي |
د اپرېل ۲۵مه نېټه |
د درې اړخیزې لوبلړۍ پایلوبه (یو ورځنۍ لوبه) |
ابوظبي |
د اپرېل له ۲۹مې د مې تر دویمې نېټې |
افغان ابدالیان د سریلانکا الف پر وړاندې (دویمه څلور
ورځنۍ لوبه) |
ابوظبي |
پای
د افغانستان
کرکټ بورډ سوداګریزه څانګه