د رهبرۍ بورډ

حاجي عبید الله صدرخېل

د بورډ غړی

حاجي عبید الله صدرخېل

حاجي عبید الله صدرخېل

د بورډ غړی

"حاجي عبیدالله صدرخېل، يو افغان سوداګر او د افغانستان د کرکټ بورډ غړی، د ۱۹۶۸ کال د جولای په ۱۰مه د کندز ولایت په يوه درن..."

اړیکه ونیسئ

د بورډ غړی

ژوندلیک

حاجي عبیدالله صدرخېل، يو افغان سوداګر او د افغانستان د کرکټ بورډ غړی، د ۱۹۶۸ کال د جولای په ۱۰مه د کندز ولایت په يوه درنه او شتمنه کورنۍ کې زیږیدلی دی. نوموړي د خپلې بکلوریا سند په ۱۹۸۶ کال کې د کندز د حبیبې لېسې څخه ترلاسه کړی. د صدرخېل کورنۍ له ۱۹۷۵م کال راهيسې د خوراکي توکو په تجارت سوداګرۍ بوخته ده، او ښاغلی عبیدالله صدرخېل هم تر لومړنيو زده کړو وروسته د خپلې کورنۍ سوداګرۍ ته داخل شو، چیرې چې یې هڅه وکړه چې د دوی د فعالیتونو ساحه د افغانستان ټولو سیمو ته پراخه کړي.

ښاغلي صدرخېل له درې لسیزو زیات د سوداګرۍ په بېلابېلو برخو کې تجربه لري. نوموړي د خپلې مسلکي تجربې په ترڅ کې په ګڼو هېوادونو کې سوداګریز فعالیتونه پیل کړل، چې له جملې يې متحده عربي امارات هم دی، چیرې چې یې په ۲۰۰۲ کال کې خپله پانګونه پیل کړه. صدرخېل په ۲۰۰۵ کال کې د افغانستان د سوداګرۍ د شورا د مرستیال په توګه وټاکل شو. نوموړي د دې شورا د پراختیا، تنظیم او نورو سوداګریزو بنسټونو سره د اړیکو پیاوړتیا لپاره مهم رول ولوباوه. له همدې امله، نوموړی په ۲۰۰۷م کال کې د افغانستان د سوداګرۍ د شورا د رییس په توګه وټاکل شو. همداراز، ښاغلي صدرخېل د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د اقتصادي او ټولنیزو اړیکو د پراخوالي لپاره هم رغنده رول لوبولی دی.

صدرخېل د افغانستان، پاکستان، متحده عربي اماراتو، امریکا، کاناډا او هالنډ د سوداګرۍ د خونو او شوراګانو له فعالو اجراییوي غړیتوب هم لري. هغه د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ خونې له خوا د سوداګرۍ د همغږۍ جایزه، او د استرالیا-افغانستان سوداګرۍ شورا، د افغانستان پارلمان، د پارلمان د دیني او فرهنګي چارو کمېسیون، د دوبۍ د سوداګرۍ او صنايعو خونې، د افغانستان د اسلامي جمهوريت جنرال قونسل او سفارت، د ابوظبۍ سفیر، د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې، د هالنډ-افغانستان د سوداګرۍ شورا (NAFBC)، د افغان-امريکا سوداګرۍ خونې، او د افغانستان د پانګونې ملاتړ ادارې له لوري ګڼ شمېر ستاینلیکونه او تقدیرنامې ترلاسه کړې دي.

د ښاغلي عبیدالله صدرخېل هدف دا دی چې خپلې سوداګریزې چارې نورو هېوادونو ته هم پراخې کړي او د افغان ولس لپاره د کار زمینې برابرې کړي. نوموړی د کرکټ لوبه د سولې او ملي یووالي لپاره یوه اغېزناکه وسیله بولي. د نوموړي په وینا، کرکټ د هېواد پر ځوان نسل مثبت اغېز لري. صدرخېل، چې د افغانستان د کرکټ بورډ غړی دی، تمه لري چې د افغانستان کرکټ بورډ لپاره لا ډېرې مالي او سوداګریزې فرصتونه برابر کړي او د دې لوبې په پرمختګ کې لا نور مهم ګامونه واخلي.

مهم معلومات

دنده
د بورډ غړی

زموږ مشرتابه وپیژنئ

زموږ د بورډ د رهبرۍ او د سازمان د مشرتابه بشپړ ټیم وپیژنئ

ملاتړ کوونکي او همکاران