د زیربناوو پراختیا
د کرکټ راتلونکي جوړول
د افغانستان په ټولو برخو کې د کرکټ اسانتیاوو د ښه کولو لپاره ستراتیژیک زیربنا پراختیا، په ټولو کچو کې د لوبغاړو لپاره فرصتونه رامینځته کول.
د کرکټ ډګرونه
پکتیا کرکټ لوبغالی
د پکتیا ولایت کرکټ لوبغالی د دغه ولایت په مرکز ګردېز ښار کې موقیعت لري چې د افغانستان کرکټ بورډ له لوري په ۲۰۱۸م کې د ۳۱.۲۵ جریمه ځمکه کې جوړ شوی دی.
لغمان کرکټ لوبغالی
لغمان کرکټ لوبغالی د یاد ولایت د مرکز مهترلام بابا اړوند په سلطان غازي بابا ښارګوټي کې موقعیت لري چې د ۲۰۲۵م کال په مې میاشت کې یې رغنیزې چارې بشپړې شوې او د افغانستان کرکټ بورډ له لوري په رسمي توګه ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
کندز کرکټ لوبغالی
کندز کرکټ لوبغالی د افغانستان په شمال کې له مهمو لوبغالو څخه شمېرل کېږي. دا لوبغالی د کندز ولایت په مرکز کې موقعیت لري او د ۷۰۰۰ څخه ډېرو نندارچیانو د ناستې ظرفیت لري.
کندهار ملي کرکټ لوبغالی
د کندهار ولایت ملي کرکټ لوبغالی د کندهار ښار د عینو مېنې ښارګوټي کې موقعیت لري چې په ۴۴ جریبه ځمکه کې جوړ شوی دی او د ۹۰۰۰ نندارچیانو د ناستې ظرفیت لري.
نجیب الله تره کی کرکټ لوبغالی
نجیب الله تره کی کرکټ لوبغالی د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې موقعیت لري. د یاد لوبغالي د جوړېدو چارې لا هم په بشپړه توګه سرته ندي رسېدلې خو لا هم هر کال د بېلابېلو کورنیو سیالیو کوربه توب کوي.
کونړ ملي کرکټ لوبغالی
د کونړ ولایت ملي کرکت لوبغالی د یاد ولایت په مرکز اسداباد کې موقعیت لري چې هر کال د کورني کرکټ ګڼ شمېر مهمې سیالۍ پکې ترسره کېږي.
غازي امان الله خان کرکټ لوبغالی
غازي امان الله خان کرکټ لوبغالی د ننګرهار ولایت په لویدیځه برخه کې موقعیت لري چې د نږدې ۱۴۰۰ نندارجیانو د ناستې ظرفیت لري.
رحمت ولي مسرور کرکټ لوبغالی
رحمت ولي مسرور کرکټ لوبغالی، چې د خوست ملي لوبغالي په نوم هم پېژندل کېږي، په هېواد کې له مهمو لوبغالو ګڼل کېږي.
کابل ملي کرکټ لوبغالی
کابل ملي کرکټ لوبغالی، چې د کابل نړیوال کرکټ لوبغالي په نوم هم پېژندل کېږي، په افغانستان کې کرکټ د کور حیثیت لري.
د زیربناوو عمومي کتنه
د کرکټ ډګرونه
9
Projects
دننۍ اکاډمۍ
0
ډیر ژر
بهرنۍ اکاډمۍ
0
ډیر ژر