د دغه دفتر اجرائیه رئیس

د اجراییوي رییس پیغام

د افغانستان کرکټ بورډ د اجراییوي رییس ښاغلي نصیب خان پیغام

د اجراییوي رییس پیغام
اجرائیه رئیس
د اجرائیه رئیس دفتر

زه د افغانستان کرکټ بورډ د اجراییوي رییس په توګه ویاړم چې د یوې داسې ویاړلې ادارې مسوولیت راسپارل شوی دی چې تل یې هېواد او ولس ته ویاړونه ورکړي دي، د هېوادوالو پر مخونو یې مسکاوې ترسیم کړې، له شک پرته کرکټ اوس په هېواد کې د خوښۍ او ویاړونو راولوړ لوبه ګرځېدلې ده چې د ټولو هېوادوالو زړونه ورسره تړلي دي.


افغان کرکټ په ډېره کمه موده کې ستر او اوږد مزل وکړ او دغه موده کې موږ د کرکټ نړۍ ته داسې استعدادونه وړاندې کړل چې نړیوال یې حتی له استعدادونه اغېزمن او متاثره شوي دي. سربېره پر دې چې زموږ اتلان د هېواد د ځلولو او ویاړونو لپاره خولې تویوي، بلکې د نړۍ سوداګریزو لیګونو ته یې هم ځانګړې ښکلا ورکړې ده او د کرکټ د هر مینه وال په خوله زموږ د اتلانو نومونه وي.


که تاسو وګورئ موږ له دریمه درجه غړیتوب څخه دویمې درجې او تر بشپړ غړیتوب پورې په ډېره کمه موده کې دا هر څه ترلاسه کړل نو له شک پرته دا به د چا د اخلاص او د ادارې د اړوند مسوولینو او کارکوونکو د خولو تویولو او زحمت پایله وي چې باید امتیاز یې ټولو ته ورکړل شي چې یاد خوب او مزل ته یې یو رښتینی واقعیت ورکړ او افغانستان کرکټ بورډ یې تر بشپړ غړیتوب ورساوه.


موږ د همدې کار د غني کولو او د کرکټ سراسري کولو لپاره بنسټیزې چارې او ګامونه پورته کړي دي. زموږ په راتګ سره د هېواد په ډېری ولایتونو کې د لوبغالو رغنیزې او بیارغنیزې چارې پیل شوې دي. د مېلمستونونو رغول مو پیل کړي او تر دې چې اوس به په هېواد کې ډېر کم ولایتونه وي چې د کرکټ روزنځای یا اکاډمي دې ونه لري؛ ځکه موږ باید د کرکټ د لا ډېرې پراختیا او پرمختګ لپاره د رغونې لا ډېر ستر ګامونه پورته کړو او د کرکټ د سترو لوبغالو د رغونې لپاره مو هم پلانونه پیل کړي دي. سربېره پر دې مو د کرکټ تخنیکي اړخونو او ظرفیت د لوړونې لپاره هم ګامونه پورته کړي دي او غواړو چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې حتی د دریمې درجې لرونکي روزونکي ولرو چې باید لوبغاړو ته روزنه ورکړي.


موږ پر دې سربېره چې په نړیوال کرکټ کې لاسته راوړنې درلودې، د کورني کرکټ د معیار لوړولو لپاره مو هم ستر ګامونه پورته کړي دي چې له تېرو څو کلونو راهیسې مو بوخت کورنی کرکټ درلود او د ژوندي بهیر لپاره مو هم چټک ګامونه پورته کړي، ځکه باید کورنی کرکټ لا پسې پیاوړی شي، که غواړې چې پیاوړې نړیوال کرکټ ولرې نو باید کورنی کرکټ دې ډېر پیاوړی او غني وي، ځکه کورنی کرکټ د پشتوانې حیثیت لري او د دغې پشتوانې د غني کولو لپاره موږ باید سترې موخې په پام کې ولرو او د عملي کولو لپاره یې ګامونه پورته کړو.


د کورني کرکټ لپاره مو داسې یو مسیر او تګلاره غوره کړې چې په پایله کې مو ترې بې شمېره پټ استعدادونه موندلي له دویمه درجه او لومړۍ درجه سیالیو رانیولې تر فرسټ کلاس (څلور ورځنیو) سیالیو او لېسټ پورې، دغه راز د شپږیزې کرکټ لیګ او زرغون افغانستان پورې ټول هغه څه دي چې د لوبغاړو او استعدادونو لپاره مو زمینه برابره کړې چې باید دغه چاره لا پسې پیاوړې او محکمه شي، ترڅو له دې زیات استعدادونه پیدا او رامنځته کړو.


په پای کې اړینه بولم چې باید ووایم چې موږ به تل خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوو، ترڅو هغه موخې چې د افغان کرکټ د پراختیا او پرمختیا لپاره یې لرو؛ یو په بل پسې ترلاسه کړو او افغان کرکټ د بریا تر هغو پولو ورسو چې موږ ورته ټاکلې دي، ترڅو وکولی شو دغه لوبه د افغانستان تر هر ځای او کلي او بانډې پورې ورسوو.


درنښت

نصیب خان

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس 

د درناوي سره
اجرائیه رئیس
د اجرائیه رئیس دفتر

نورو معلوماتو ته اړتیا لرئ؟

د اضافي اسنادو یا زموږ د پالیسیو د روښانتیاوو لپاره زموږ د ادارې سره اړیکه ونیسئ

ملاتړ کوونکي او همکاران