پلټنه فيچرونه
فيچرونه
د بنګله دېش او زمبابوې پر وړاندې راتلونکو سیالیو لپاره د افغان لوبډلې نوملړونه په ډاګه شول
د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې نن د بنګله دېش پر وړاندې راتلونکې ټېسټ، د یو ورځنیو سیالیو درې اړخیزې لوبلړۍ، د زمبابوې پر وړاندې د درې شل اوریزو او دوو ټېسټ لوبو د لوبلړۍ لپاره د افغان لوبډلې نوملړونه په ډاګه کړ. د مهالوېش له مخې به دغه سیالۍ د اکټوبر میاشتې په نهمه نېټه د بنګله دېش پر وړاندې په یوازېنۍ ټېسټ لوبه پیل شي او د راتلونکې نومبر میاشتې په ۱۷مه نېټه به د زمبابوې پر وړاندې په وروستۍ ټېسټ لوبه پای ته ورسېږی.
OCTOBER 1, 2026افغان اتلانو ایرلنډ ته د یو ورځنیو سیالیو په لوبلړۍ کې ۴-۰ ماتې ورکړه
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په پنځمه او وروستۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه کې هم ایرلنډ ته د ۶ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او د یادې لوبډلې پر وړاندې یې د ۵ یو ورځنیو نړیوالو سیالیو په لوبلړۍ کې ۴-۰ بریا خپله کړه.
AUGUST 16, 2026