د دغه دفتر رئیس

د افغانستان کرکټ بورډ د عمومي مشر پیغام

د افغانستان کرکټ بورډ د عمومي رییس ښاغلي میرویس اشرف پیغام

د افغانستان کرکټ بورډ د عمومي مشر پیغام
رئیس
د رئیس دفتر

افغان اتلانو له شک پرته خپلو هېوادوالو ته بې شمېره خوښۍ او ویاړونه ورکړې دي. دوی  د خپل ولس او هېواد د سرلوړۍ لپاره ډېر څه کړي دي او لا هم لګیا دي چې له امله یې دوی د خپل ولس په منځ کې ځانګړی ځای او مقام لري او هېوادوالو په هر حالت کې ترې ملاتړ کړی دی.

 

باید ووایم ما چې کله هم د کرکټ نړیوالې شورا او اسیایي شورا د غړو هېوادونو له استازو سره په اړوند ناستو کې لیدلي دي، تل مې د افغانستان د رښتینې وړتیا او په هېواد کې د شته استعدادونو په اړه ورته پيغام رسولی دی، ځکه په هېواد کې ډېر شمېر استعدادونه موجود دي او زموږ د اوسنیو اتلانو په څېر له ځانګړو استعدادونو برخمن دي او زه ډاډه یم چې دوی به په راتلونکي کې د همدې اتلانو ځای ناستي وي او د افغانستان نوم به د نړۍ پر ډګرونو روښانه کوي.

 

سربېره پر دې زه په دې ټینګار کوم چې موږ به په هېواد کې د کرکټ په ډګر کې ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړو او هغه څه چې باید په دغه ډګر کې رامنځته شي؛ ګام په ګام او یو په بل پسې به یې ورغوو؛ ځکه په هېواد کې د کرکټ لپاره هغومره اسانتیاوې نشته څومره چې اړینې دي نو د دغو اسانتیاو رامنځته کول او په هر ډګر کې کار کول یو ټینګ عزم او اراده غواړي چې موږ یې د ترسراوي لپاره لرو.

 

دغه راز د یادونې وړ بولم چې زموږ اتلانو د ۲۰۲۴ز کال د یو ورځنیو او شل اوریزو سیالیو په نړیوال جامونو کې غوره کارکردګي وکړه او په پوره یووالي او هېوادنۍ جذبې سره یې یادې لوبې ترسره کړې چې په پایله کې یې هېواد ته ډېر ویاړونه راوړل او تر دې چې د شل اوریزو نړیوالو سیالیو په جام کې تر نیمه پایلوبې پورې ورسېدل او د ولس ملاتړ او مینه یې هم تر نړیوالو ورسوله او له شک پرته زموږ اتلانو په ډېره کمه موده کې دومره لاسته راوړنې راوړې چې د کرکټ نړۍ ډېرو سترو هېوادونو هم نه دي ترلاسه کړې چې دا لړۍ لا هم دوام لري.

 

دغه راز که مالي اړخ ته اشاره وکړم نو باید ووایم چې همېشه مو دې برخې ته لومړیتوب ورکړی او همېشه فکر پر دې دی چې څرنګه وکولی شو افغانستان کرکټ بورډ له دې اړخه پر خپلو پښو ودرو او داسې بنسټیزې چارې ترسره کړو چې له امله یې کرکټ د هېواد هر کونج ته ورسیږي او ټولې اړوند اسانتیاوې موجودې وي.

 

زه باید ووایم موږ تر اوسه افغانستان کرکټ بورډ ډېر ښه لوري ته روان کړی او تر دې مهاله مو ټولې هغه ننګونې له منځه وړې دي چې اداره ورسره لاس او ګرېوان وه، لا هم ډېر اوږد مسیر په مخ کې لرو؛ باید ټولې هغه موخې یو په بل پسې ترلاسه کړو چې موږ د ادارې د لا ډېر ثبات او پراختیا لپاره په پام کې نیولې دي.

 

په پای کې افغان اتلانو ته په راتلونکو ټولو سترو سیالیو او لوبلړیو کې د بريا هیله کوم او مطمین یم چې دوی به د راتلونکي کې هم ډېر ځلیږي او افغانستان ته به د تل په څېر ویاړونه راوړي.

 

درنښت

 میرویس اشرف

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس

 

د درناوي سره
رئیس
د رئیس دفتر

نورو معلوماتو ته اړتیا لرئ؟

د اضافي اسنادو یا زموږ د پالیسیو د روښانتیاوو لپاره زموږ د ادارې سره اړیکه ونیسئ

ملاتړ کوونکي او همکاران