د رهبرۍ بورډ

الله داد نوري

د بورډ غړی

الله داد نوري

الله داد نوري

د بورډ غړی

"الله داد نوري، چې د بغلان ولایت د پلخمري ولسوالۍ د چشمه‌ شیر سیمې سره تړاو لري، د افغانستان د کرکټ بنسټ ایښودونکو او لوم..."

اړیکه ونیسئ

د بورډ غړی

ژوندلیک

الله داد نوري، چې د بغلان ولایت د پلخمري ولسوالۍ د چشمه‌ شیر سیمې سره تړاو لري، د افغانستان د کرکټ بنسټ ایښودونکو او لومړیو مخکښانو څخه ګڼل کېږي. نوموړی د افغانستان د کرکټ فدراسیون بنسټګر او پخوانی رییس پاتې شوی دی او له ۱۹۹۸ تر ۲۰۰۴ پورې د افغانستان د ملي کرکټ لوبډلې لوبډلمشر و، چې د چټک توپ‌ اچوونکي په توګه یې د هېواد استازیتوب کړی دی.

نوري د بکلوریا سند په ملکنډ سیمه کې له وحدت اسلامي لیسې ترلاسه کړی او د انګلیسي ادبیاتو په برخه کې یې د لیسانس سند اخیستی دی. هغه د کرکټ د بنسټ ایښودو هڅې د خپل ژوند تر ټولو ستره ژوندۍ لاسته راوړنه ګڼي. د نوموړي په وینا، کرکټ نن په هېواد کې تر ټولو مخکښه لوبه ده چې پراخ ولسي ملاتړ لري او د افغان ځوانانو مثبته ونډه په دې لوبه کې د د نوموړي لپاره ستر ویاړ دی.

الله داد نوري له کرکټ سره د زړه له کومي مینه لري، تاریخي او مذهبي کتابونه لولي او هڅه کوي چې د لوبو له لارې خپل هېواد ته خدمت وکړي. نوموړي ته د هغه د نه ستړي کېدونکو هڅو او کرکټ ته د ژمنتیا له امله، په هېواد کې "د کرکټ پلار" لقب هم ورکړل شوی دی.

نوری همداراز د "سترې لوبې یا Great Game" په نوم په یوه فلم کې هم ځای ورکړل شوی دی چې د افغانستان د کرکټ د پیل کیسه بیانوي. دا فلم د یوه وګړي د هغو کړنو داستان څرګندوي چې وسله پر ځمکه ږدي او د پرځای یې کرکټ بېټ پورته کوي او د کرکټ لوبه پیلوي. له فلم وروسته، نوري د "زړور سړي" جایزه هم تر لاسه کړه چې دا د هغه له سترو لاسته راوړنو څخه بلل کېږي.

نوري د افغانستان د کرکټ بورډ د غړي په توګه ټاکل کېدل یو ستر فرصت بولي، ترڅو خپل مهارتونه، تجربې او مدیریتي وړتیاوې د کرکټ د لا پراختیا لپاره وکاروي. نوموړی باور لري چې د هغه ټاکنه به په اداري او تخنیکي چارو کې د نوموړي د ژور درک له مخې، پر کرکټ بورډ مثبت اغېز ولري. هغه ژمن دی چې د ادارې د پرمختګ لپاره د پام وړ اقدامات ترسره کړي او د کرکټ لوبې ته به لا نوره وده ورکړي. 

مهم معلومات

دنده
د بورډ غړی

زموږ مشرتابه وپیژنئ

زموږ د بورډ د رهبرۍ او د سازمان د مشرتابه بشپړ ټیم وپیژنئ

ملاتړ کوونکي او همکاران