خان جان الکوزی
د بورډ غړی

خان جان الکوزی
د بورډ غړی
"خان جان الکوزی، چې د کونړ ولایت د سرکانو ولسوالۍ زیږېدلی دی، یو ملي سوداګر، د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو اوسنی م..."
ژوندلیک
خان جان الکوزی، چې د کونړ ولایت د سرکانو ولسوالۍ زیږېدلی دی، یو ملي سوداګر، د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو اوسنی مرستیال او د افغانستان د کرکټ بورډ غړی دی. نوموړي خپلې لوړې زده کړې د اقتصاد په برخه کې بشپړې کړې دي او د هېواد په بېلابېلو برخو کې یې د ښوونکي، ولسوال او د سوداګریزو اتحادیو د غړیتوب په ګډون بېلابېلې دندې تر سره کړې دي. همداراز، الکوزی د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو په جوړښت کې مهم رول درلودلی او پیاوړی مدیریت یې کړی دی.
ښاغلی الکوزی په سوداګرۍ، مالي، حقوقي او ګمرکي برخو کې پراخه تجربه لري او څو مهمې مقالې یې هم لیکلي چې په ملي او نړیوالو ژورنالونو کې خپرې شوې دي. نوموړی له خپلې مسلکي برخې سره ژوره مینه لري او د اقتصادي سکتور پرمختګ ته د ویاړ په سترګه کوي.
خان جان الکوزي د خپلو سوداګریزو خدمتونو له امله دوه سترې جایزې، پنځه مډالونه، او د سردار محمد داوود خان د جمهوري ریاست پر مهال دوه تقدیرنامې تر لاسه کړې دي. نوموړی د افغانستان د کرکټ بورډ غړیتوب د ځان لپاره ستر ویاړ ګڼي او د کرکټ لوبې ته ځانګړې لیوالتیا لري. الکوزی باور لري چې کرکټ په افغانستان کې په کمه موده کې ډېره وده کړې او دا پرمختګ د ملي لوبغاړو د نه ستړې کېدونکو هلو ځلو نتیجه ده. هغه وایي که افغان لوبغاړو ته لا زیات فرصتونه برابر شي نو خپل استعدادونه به په ښه ډول نړیوالو ته وښيي.
الکوزی د کرکټ بورډ د غړي په توګه ژمن دی چې له نورو غړو سره یوځای کار وکړي، ترڅو نور ملي سوداګر او خصوصي شرکتونه وهڅوي چې د افغانستان په کرکټ کې پانګونه وکړي او د ملي لوبډلې لپاره مالي ملاتړ زیات کړي. د نوموړي په وینا، کرکټ د ملت جوړونې لپاره مهم رول لري او د هېواد د ځوان نسل په یووالي کې ارزښتناکه ونډه لري.
مهم معلومات
زموږ مشرتابه وپیژنئ
زموږ د بورډ د رهبرۍ او د سازمان د مشرتابه بشپړ ټیم وپیژنئ