د رهبرۍ بورډ

رییس خان احمدزی

د بورډ غړی

رییس خان احمدزی

رییس خان احمدزی

د بورډ غړی

"رییس خان احمدزی د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی دی چې د افغانستان لپاره‌ یې د پام وړ خدمتونه ترسره کړي دي. نو..."

اړیکه ونیسئ

د بورډ غړی

ژوندلیک

رییس خان احمدزی د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی دی چې د افغانستان لپاره‌ یې د پام وړ خدمتونه ترسره کړي دي. نوموړي د ۲۰۱۰م کال په می میاشت کې له نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړه. احمدزی هغه مهال د ملي لوبډلې غړی و، کله چې افغان لوبډلې په ۲۰۰۹م کال کې د نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو ته لاره وموندله او د دغې لاسته راوړنې پرمټ افغان لوبډلې د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو دریځ ترلاسه کړ. نوموړي خپله لومړنۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه د سکاټلنډ پر وړاندې وکړه، چې پکې یې ۳۹ منډې جوړې کړې او د افغان لوبډلې په لومړۍ بریا کې یې ستره ونډه ولوبوله. 

احمدزي د افغانستان لپاره پنځه (۵) نړیوالې یو ورځنۍ لوبې او اته (۸) شل اوریزې لوبې ترسره کړې دي. نوموړی د ۲۰۱۰م کال د شل اوریز نړیوال جام د غوراوي سیالیو لپاره د افغان لوبډلې غړی هم و او په دغو سیالیو کې د بریاوو په خپلولو سره افغان لوبډلې د ۲۰۱۰م کال شل اوریز نړیوال جام سیالیو ته لاره ومونده چې د یادو سیالیو لپاره نوموړی هم د افغان لوبډلې نوملړ کې ټاکل شوی و. نوموړي له یادو سیالیو په پای کې له کرکټ سره مخه ښه وکړه ترڅو ترڅو د ځوانو لوبغاړو په روزنه تمرکز وکړي. له هماغه وخته، احمدزی د ملي لوبډلې سربېره له بېلابېلو ځوانو لوبډلو سره دنده ترسره کوي.

نوموړي تر دې مهاله د افغانستان د ملي لوبډلې، الف لوبډلې، ایمرجینګ، ۱۹ کلنې او ۱۷ کلنې کم عمره کرکټ ملي لوبډلې روزنه کړې ده. سربېره پر دې، نوموړي د شپږیزې کرکټ لیګ له بېلابېلو لوبډلو سره هم د روزونکي په توګه کار کړی دی.

احمدزي نږدې دوه کاله د افغانستان د ملي لوبډلې لوبډلمشر پاتې شوی او د همدې مودې په لړ کې لومړنی افغان لوبغاړی و، چې د یو نړیوالې لوبې غوره لوبغاړی نومول کېږي. تر دې وروسته یې څلور ځلې نور هم دغه ویاړ ترلاسه کړی دی. نوموړی همداراز د فرانسې د "سولې او ورزش" جایزه هم ګټلې ده او لومړنی افغان لوبغاړی و، چې د یونیسف د ښه‌ نیت ملي سفیر په توګه وټاکل شو.

رییس احمدزی د ټولنیزو او خیریه فعالیتونو تر څنګ، تل لیوال دی چې د هېواد د ځوان نسل لپاره د کرکټ په برخه کې ښه امکانات برابر کړي. نوموړی هیله لري چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د نړۍ په څلورو غوره ټیمونو کې وګوري.

د افغانستان د کرکټ بورډ د غړي په توګه، احمدزی باور لري چې د خپلې تجربې له امله د کرکټ له ټولو اړخونو سره بلد دی او هڅه به کوي چې د پرمختګ فرصتونه په نښه کړي او د کرکټ د لا ودې لپاره موثر ګامونه واخلي.

مهم معلومات

دنده
د بورډ غړی

زموږ مشرتابه وپیژنئ

زموږ د بورډ د رهبرۍ او د سازمان د مشرتابه بشپړ ټیم وپیژنئ

ملاتړ کوونکي او همکاران