تنظیمي جوړښت

اکبر محمد پکتیان

د سوداګریزې څانګې مدیر

اکبر محمد پکتیان

اکبر محمد پکتیان

د سوداګریزې څانګې مدیر

"ښاغلی اکبر محمد پکتیان د افغانستان کرکټ بورډ د سوداګریزې څانګې د مدیر په توګه دنده ترسره کوي چې د افغانستان کرکټ بورډ د..."
د سازمان غړی

ژوندلیک

ښاغلی اکبر محمد پکتیان د افغانستان کرکټ بورډ د سوداګریزې څانګې د مدیر په توګه دنده ترسره کوي چې د افغانستان کرکټ بورډ د کورنیو او نړیوالو سیالیو لپاره د مالي ملاتړو پیدا کولو په برخه کې د هېواد او نړۍ له مخکښو سوداګریزو شرکتونو سره د اړیکو او په اړوند ډګر کې د لنډمهاله او اوږدمهاله تړونونو د ترتیبولو او مدیریت لپاره مسوول دی. سربېره پر دې، نوموړی د افغانستان کرکټ بورډ ادارې او نورو ټولو ښکېلو اړخونو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ میکانیزمونه رامنځته کوي، ترڅو سوداګریزې پروژې په موثر، شفاف او باوري ډول پلي شي. د خپلو کاري ټیمونو ظرفیت لوړونه او د یو سالم کاري چاپېریال رامنځته کول د نوموړي له مهمو کاري اهدافو څخه دي.

ښاغلي پکتیان خپل مسلک ۱۴ کاله وړاندې د یوه انګېزه لرونکي او منظم کس په توګه پیل کړی دی. نوموړی تل د خپلې دندې د هر اړخ د ژور درک، ساده کولو او نوښت لپاره هڅاند پاتې شوی او همدې فعال چلند د هغه په مسلکي پرمختګ کې مهم رول لوبولی. د مدیریت په برخه کې، نوموړی توانېدلی یو داسې فرهنګي چاپېریال رامنځته کړي، چې پکې یې د لاس لاندې کارکوونکي هڅول شوي او په ځان یې باور پیدا کړی. نوموړي د وړ، با استعداده او ماهرو کاري ټیمونو په ګمارنه، روزنه او ساتنه کې ارزښتناک ګامونه اخیستي دي.

ښاغلی پکتیان د څو مهمو او ارزښتناکو بدلون راوستونکو پروژو مشري هم کړې، چې پکې د ام ټي اېن مخابراتي شرکت جغرافیایي پراختیا، د Ericsson Managed Services لېږد، د هواوې (HUAWEI) شرکت معلوماتي پالیسۍ تنظیم، د Moore Global Afghanistan موسسې سوداګریزې پراختیا پلان او د Tetra Tech له لوري د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې لپاره د حل‌ لارو تګلارې جوړول شامل دي.

نوموړي دا وړتیا ترلاسه کړې چې سترې او پیچلې چارې په بریالۍ توګه مدیریت او تعقیب کړي. نوموړي ۸ کاله د ام ټي اېن مخابراتي شرکت د خدماتو د وړاندې کولو څانګې مشري کړې، ۳ کاله یې د یاد شرکت SAP تطبیق او ارزښت‌ زیاتونکي پلور څانګې د مشر په توګه کار کړی او ۴ کاله یې د Ericsson Managed Services چارو مشري هم په غاړه لرلې ده.

مهم معلومات

دنده
د سوداګریزې څانګې مدیر

زموږ سازمان وپیژنئ

زموږ د بورډ د رهبرۍ او د سازمان د مشرتابه بشپړ ټیم وپیژنئ

ملاتړ کوونکي او همکاران