مطیع الله بهیر
د حقوقي څانګې امر
ژوندلیک
مطیعالله بهیر، د افغانستان کرکټ بورډ د حقوقي څانګې امر
مطیعالله بهیر د افغانستان کرکټ بورډ د حقوقي څانګې امر دی او دا مهال د
بورډ د ټولو حقوقي چارو د مدیریت مسؤلیت پر غاړه لري. د نوموړي اساسي دندې د ادارې
د کړنلارو، پالیسۍ او تګلارو بیاکتنه او اصلاح، د هوکړه لیکونو او تړونونو بیاکتنه
او ترتیب او همداراز د بورډ د حقوقي مسایلو مدیریت دی. نوموړی هڅه کوي چې د کرکټ
بورډ ټولې چارې د نافذه قوانینو، اصولو او مقرراتو سره سمې پرمخ ولاړې شي.
ښاغلی بهیر د اړتیا پرمهال بورډ مشرتابه او بېلابېلو څانګو ته حقوقي مشورې
ورکوي کوي او د هغو حقوقي ستونزو حل ته ژمن دی چې د کرکټ بورډ او ښکېلو اړخونو
ترمنځ رامنځته کېږي.
نوموړي د هند د پلازمېنې نوې ډهلي په سویلي اسیا پوهنتون کې د نړیوالو
حقوقو ماسټري کړې او همداراز یې د نړیوالو حقوقو او ډیپلوماسۍ په برخه کې د لېسانس
سند د هند د نړیوالو حقوقو له ټولنې ترلاسه کړی دی.
ښاغلي بهیر په تېرو شپږو کلونو کې له بېلابېلو ملي او نړیوالو ادارو سره د
وکیل او حقوقي مشاور په توګه کار کړی دی. هغه د افغانستان کرکټ بورډ له مسلکي،
متنوع او دوستانه چاپېریاله خوند اخلي او په دې باور دی چې کرکټ بورډ خپلو
کارکوونکو ته د مسلکي ودې، زده کړې او پرمختګ غوره فرصتونه برابر کړي دي.
مهم معلومات
زموږ سازمان وپیژنئ
زموږ د بورډ د رهبرۍ او د سازمان د مشرتابه بشپړ ټیم وپیژنئ