تنظیمي جوړښت

محمد خان

اداري مدير

محمد خان

محمد خان

اداري مدير

"محمد خان د افغانستان کرکټ بورډ د اداري څانګې مدیر دی چې د ۱۹۸۸م کال په اګست میاشت کې په پکتیکا ولایت کې زېږېدل دی."
د سازمان غړی

ژوندلیک

محمد خان؛ د افغانستان کرکټ بورډ د اداري څانګې مدیر

محمد خان د افغانستان کرکټ بورډ د اداري څانګې مدیر دی چې د ۱۹۸۸م کال په اګست میاشت کې په پکتیکا ولایت کې زېږېدل دی. نوموړی په سیاسي علومو کې د ماسټرۍ تر کچې لوړې زده کړې او په هېواد کې له بېلابېلو ادارو سره له ۱۲ کلونو ډېره کاري تجربه لري.

د اداري او خدماتي څانګې د مدیر په توګه، ښاغلی خان د ادارې د ورځنیو چارو څارنه کوي او په ادارې کې د یو مسلکي او ښایسته چاپېریال رامنځته کولو مسوولیت لري. نوموړی دغه راز د ادارې نورو څانګو ته اړین ملاتړ او خدمات وړاندې کوي او د اړتیا پر مهال له افغان حکومت او نورو اړوند ادارو سره هم نږدې کار کوي ترڅو د افغانستان کرکټ بورډ اړینې اړتیا پوره کړي.

هغه باور لري چې د افغانستان د کرکټ نړیوالې بریاوې او چټک پرمختګ یوازې د لوبغاړو د بېسارو وړتیاو او استعدادونو له برکته نه دی، بلکې د دې تر شا د یوې ژمنې او زیارکښې ادارې شتون او نه ستړې کېدونکې هڅې هم دي، چې د کرکټ لوبه یې په ملي او نړیواله کچه تر دې ځایه رسولې ده.

نوموړی زیاتوي چې د ادارې چټک او منظّم کار، د بېلابیلو څانګو ترمنځ همغږي او لوړو معیارونو ته ژمنتیا، د کارکوونکو د مهارتونو په وده کې مهم رول لري او د رهبرۍ، اړیکو، د ستونزو حل او تصمیم نیونې په برخو کې د کارکوونکو ته د زده کړو فرصت برابروي.

محمد خان وایي چې د افغانستان کرکټ بورډ خپلو کارکوونکو ته د ګډ کار، زغم او خوارۍ ارزښتونه ورښيي. نوموړی په دې باور دی چې په افغانستان کرکټ بورډ کې کار کول ته یوازې وظیفوي مسوولیت نه، بلکې دا یو ملي دنده ده او دا د ځان لپاره ویاړ بولي چې په یوه داسې اداره کې کار کوي چې د سولې، یووالي او پرمختګ لپاره کار کوي.

مهم معلومات

دنده
اداري مدير

زموږ سازمان وپیژنئ

زموږ د بورډ د رهبرۍ او د سازمان د مشرتابه بشپړ ټیم وپیژنئ

ملاتړ کوونکي او همکاران