سردار ولي شیرزاد
د تدارکاتو مدیر

سردار ولي شیرزاد
د تدارکاتو مدیر
"سردارولي شېرزاد د افغانستان کرکټ بورډ د تدارکاتو څانګې مدیر دی. نوموړي په اداره او سوداګرۍ څانګه کې د لېسانس سند او د تد..."
ژوندلیک
سردارولي شېرزاد، د افغانستان کرکټ بورډ د
تدارکاتو مدیر
سردارولي شېرزاد د افغانستان کرکټ بورډ د
تدارکاتو څانګې مدیر دی چې د ۱۹۸۳م کال د اپرېل میاشتې په دریمه نېټه د ننګرهار
ولایت په شیرزادو ولسوالۍ کې زېږېدلی دی. نوموړي په اداره او سوداګرۍ څانګه کې د
لېسانس سند لري او د تدارکاتو په برخه کې ۱۷ کلنه تجربه لري.
نوموړی د ۲۰۲۰م کال په اکټوبر میاشت کې د افغانستان
کرکټ بورډ د تدارکاتو د مدیر په توګه خپله دنده پیل کړه. د نوموړي لپاره دغه دنده
یوازې مسلکي مسوولیت نه دی، بلکې د کرکټ لوبې د بنسټیز پرمختګ لپاره د خپلې شخصي
انګېزې او ژمنتیا له اړخه هم ډېر اهمیت ورته لري چې په خورا لېوالتیا سره خپلې
دندې ته دوام ورکوي.
د نوموړي په مدیریت کې د افغانستان کرکټ بورډ
د تدارکاتو څانګې بېلابېلې سترې پروژې په بریالۍ توګه بشپړې کړې دي. په دغو پروژو
کې په بلخ، بدخشان، تخار او پکتیکا ولایتونو کې د کرکټ روزنځایونو رغونه او دغه
راز د ننګرهار ولایت د غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي او دغه راز د خوست ولایت د
رحمت ولي مسرور کرکټ لوبغالي بیا رغونه شامله ده.
ښاغلی شېرزاد باور لري چې د افغانستان کرکټ
بورډ کاري ماحول بشپړه مسلکي بڼه لري او کارکوونکو ته د غوره کار او غوره پایلو
ترلاسه کولو الهام ورکوي. نوموړی په خپلو دندو کې د تخنیکي زده کړو د ترلاسه کولو
فرصت هم موندلی، چې دا خپله د بورډ د مسلکي فضا څرګندونه کوي او د کارکوونکو د
رضایت کچه لوړه ساتي.
مهم معلومات
زموږ سازمان وپیژنئ
زموږ د بورډ د رهبرۍ او د سازمان د مشرتابه بشپړ ټیم وپیژنئ