ممتاز عمرزی
د انجینیرۍ څانګې مدیر

ممتاز عمرزی
د انجینیرۍ څانګې مدیر
"ښاغلي عمرزي د کابل پوهنتون د سیول انجینرۍ له پوهنځي څخه د لېسانس سند ترلاسه کړی او له بېلابېلو ادارو سره له شلو کلونو زی..."
ژوندلیک
ممتاز عمرزی – د
افغانستان کرکټ بورډ د انجینرۍ څانګې امر
ممتاز عمرزی د
افغانستان کرکټ بورډ د انجینرۍ څانګې امر دی چې
د ۱۹۸۰م کال د اپرېل میاشتې په ۱۸مه نېټه په میدان وردګ
ولایت کې زېږېدلی دی. ښاغلي عمرزي د کابل پوهنتون د سیول انجینرۍ له پوهنځي څخه د
لېسانس سند ترلاسه کړی او له بېلابېلو ادارو سره له شلو کلونو زیاته
کاري تجربه لري.
د څانګې د امر په
توګه، ښاغلی عمرزی د کرکټ بورډ د رغنیزو پروژو د پلان جوړونې، ډیزاین، لګښت اټکل،
تطبیق، څارنې، ارزونې او ګټې سپارنې مسؤلیت پر غاړه لري. نوموړی همدارنګه د ویکټو
او ویشتنځایونو د جوړولو او رغولو، د چمن د کرلو او ساتنې، د لوبغالو او اکاډمیو
څخه د عایداتو د تولید، او د ټولو لوبغالو او روزنځایونو د کارکوونکو، لکه
کیوریټرانو (ویشتنځای جوړونکو) او د اکاډمۍ د کارکوونکو د مدیریت مسؤلیت هم لري.
د نوموړي تر مشرۍ
لاندې، انجینرۍ څانګې په بېلابېلو ولایتونو کې مهمې رغنیزې پروژې په بریالیتوب پلې
کړې دي. د هغه له مهمو لاسته راوړنو څخه د نجیب الله تره کي
کرکټ لوبغالي جوړول، په کابل کرکټ لوبغالي کې د لوبغاړو د تکړښت او درملنې مرکزونو
بیارغونه، د لغمان کرکټ لوبغالي رغول، د کندهار کرکټ اکاډمۍ جوړول، د پکتیکا د
کرکټ لوبغالي دویم پړاو بشپړول، او همدارنګه په لوګر، میدان وردګو، هلمند او بلخ
ولایتونو کې د لوبغالو جوړول یادولی شو. دغه راز په خوست، غزني او
پکتیا ولایتونو کې د کرکټ اکاډمیو رغونه او د خوست ولایت د رحمت ولي مسرور کرکټ
لوبغالي پراختیا د نوموړي د هڅو او مدیریت ښکاره بېلګې دي.
ممتاز عمرزی په
هېواد کې د کرکټ د زیربناوو په جوړولو او پیاوړتیا کې حیاتي رول لوبولی دی. د هغه
هڅې یوازې د لوبغالو او تاسیساتو په رغونه او بیارغونه پورې نه دي محدودې، بلکې د
زرګونو ځوانو لوبغاړو لپاره یې د لوبو او روزنې لپاره د اړینو اسانتیاو په برابرولو کې رغنده رول هم لوبولی دي، چې په هېواد کې د کرکټ د ودې او
راتلونکي د پیاوړتیا لپاره مهمې دي.
ښاغلی عمرزی په
کرکټ بورډ کې خپله دنده یوه د ویاړ او لاسته راوړنو ډکه تجربه ګڼي. نوموړی په دې
باور دی چې د افغانستان کرکټ بورډ مسلکي او هڅوونکی کاري چاپېریال لري، چې
کارکوونکو ته د ودې، د خپلو وړتیاوو د څرګندولو او د نوو تجربو د ترلاسه کولو
فرصتونه برابروي. د هغه په اند، د کرکټ بورډ کارکوونکي نه یوازې نوي مهارتونه او
نړیواله تجربه ترلاسه کوي، بلکې په هېواد کې د کرکټ د پرمختګ او وده کې هم د پام
وړ ونډه اخلي.
مهم معلومات
زموږ سازمان وپیژنئ
زموږ د بورډ د رهبرۍ او د سازمان د مشرتابه بشپړ ټیم وپیژنئ