احمد شاه سلیمانخېل
د لوبغاړو د غوراوي کمېټې مشر
ژوندلیک
احمد شاه سلیمانخېل – د افغانستان کرکټ بورډ
د لوبغاړو د غوراوي کمېټې مشر
احمد شاه سلیمانخېل د افغانستان کرکټ ملي
لوبډلې پخوانی لوبغاړی دی چې په خپل لوبیز ژوند کې یې په چپ لاس توپوهنه او ورو
توپ اچونه کوله. نوموړی د ۱۹۸۲م کال د مارچ میاشتې په لسمه نېټه په پکتیکا ولایت
کې زېږېدلی دی او اوسمهال د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې مشري په
غاړه لري.
سلیمانخېل د کرکټ نړیوالې شورا په پنځم،
څلورم او دریم ډېوېژن سیالیو کې د افغان لوبډلې په ګټه لوبېدلی دی چې بیا یې دویم
او لومړي ډېوېژن سیالیو ته هم لاره ومونده. نوموړی هغه مهال هم د افغان لوبډلې برخه
و چې په ۲۰۰۹م کال کې یې د ۲۰۱۱م کال نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو ته لاره
ومونده او هم یې د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو دریځ ترلاسه کړ.
احمد شاه خپله لومړنۍ او یوازېنۍ نړیواله یو
ورځنۍ لوبه په ۲۰۰۹م کال کې د نیدرلنډز لوبډلې پر وړاندې ترسره کړه. دغه راز،
نوموړي خپله لومړنۍ فرسټ کلاس لوبه هم په همدې کال کې د زمبابوې الف لوبډلې پر
وړاندې ترسره کړه چې ورپسې یې خپله دویمه او وروستۍ فرسټ کلاس لوبه هم په همدې کال
کې د نیدرلنډز پر وړاندې ترسره کړه.
احمد شاه سلیمانخېل په ۲۰۱۰م کال کې له کرکټ
سره مخه ښه وکړه او له هغه وروسته یې په بېلابېلو برخو کې افغانستان کرکټ بورډ کې
دندې ترسره کړې دي. نوموړي د ۲۰۱۰م کال نوولس کلنو لوبغاړو په نړیوال جام سیالیو
کې کې د افغانستان لوبډلې مشر روزونکی و. له دې وروسته په ۲۰۱۱م کال کې د لوبغاړو
د غوراوي کمېټې د غړي او د همدې کال په اوږدو کې د یادې کمېټې د مشر په توګه ګمارل
شوی و.
دغه راز نوموړی په ۲۰۱۲م کال کې د کورني کرکټ څانګې مشر ټاکل شوی و چې له دې وروسته ۴ کاله له کرکټ لوبې او افغانستان کرکټ بورډ لېرې پاتې شوی و. له بیا ځلې راتګ سره سم نوموړی د څه مودې لپاره د غوراوي کمېټې غړی او په ۲۰۱۸م کال کې یو ځل بیا د کورني کرکټ څانګې د مشر په توګه وټاکل شو. له دې وروسته نوموړی په ۲۰۲۱م کال کې د ظرفیت لوړونې څانګې مشري په غاړه واخیسته او د ۲۰۲۴م کال له پیله راهیسې تر دې دمه د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې مشري په غاړه لري.
احمد شاه سلیمانخیل په افغانستان کرکټ بورډ کې ۱۵ کاله کاري تجربه لري او تقریباً په ټولو تخنیکي څانګو کې یې دندې ترسره کړې دي. نوموړی په دې باور دی چې په هېواد کې د کرکټ لوبې وده بېسارې ده او ډېر پرمختګ یې کړی دی او هیله من دی چې دغه پرمختګ او وده په راتلونکي کې هم دوام ومومي او هېواد مو په دې برخه کې لا زیاتې لاسته راوړنې ولري.
مهم معلومات
زموږ سازمان وپیژنئ
زموږ د بورډ د رهبرۍ او د سازمان د مشرتابه بشپړ ټیم وپیژنئ