تنظیمي جوړښت

ابوبکر صدیق

مالي مدیر

ابوبکر صدیق

ابوبکر صدیق

مالي مدیر

"ښاغلی ابوبکر صدیق د ۱۹۸۸م کال په مارچ میاشت کې د لوګر ولایت په محمد اغه ولسوالۍ کې زېږېدلی دی. نوموړی د ماسټرۍ تر کچې لو..."

Connect

د سازمان غړی

ژوندلیک

ابوبکر صدیق، د افغانستان کرکټ بورډ مالي مدیر

ابوبکر صدیق، د افغانستان کرکټ بورډ مالي مدیر، د ۱۹۸۸م کال په مارچ میاشت کې د لوګر ولایت په محمد آغه ولسوالۍ کې زیږېدلی دی. نوموړی دا مهال د کرکټ بورډ د ټولو مالي چارو مسوولیت پر غاړه لري. د نوموړي اساسي دندې د بورډ د نغدو پیسو مدیریت، د ماسټر بودیجې ترتیب، تصدیق او پلي کول، د مالي راپورونو او تحلیلي اسنادو چمتو کول دي. همداراز، د ادارې د بانکي حسابونو، مالیاتو، د بودیجې څارنې او له دولت او نورو ښکېلو اړخونو سره د مالي تصفیې چارې هم د نوموړي تر مشرۍ لاندې ترسره کېږي.

 ښاغلي صدیق د کابل ولایت له کاردان پوهنتون څخه د مالي چارو ماسټرۍ سند ترلاسه کړی دی. سربېره پر دې، نوموړي د منل شویو محاسبینو نړیوالې ټولنې (ACCA) له تحصیلي پروګرام څخه هم بریالی سند ترلاسه کړی، چې دا خپله یوه لویه نړیواله علمي لاسته راوړنه ګڼل کېږي.

 په ۲۰۲۰م کال کې، کله چې نوموړی د ACCA د زده کړو په لړ کې و، د ټولنیزو رسنیو له لارې یوې الهام ‌بخښونکې کیسې سره مخ شو. دا کیسه د یوه افغان محصل په اړه وه چې د ACCA په نړیواله ازموینه کې یې تر ټولو لوړې نمرې اخیستې وې. دغې انګېزې نوموړی وهڅاوه، له یاد محصل سره یې اړیکه ونیوله او دا باور یې ترلاسه کړ چې دی هم کولی شي نه یوازې بریالی شي، بلکې د نړیوالې کچې غوره مقام ترلاسه کړي.

 د نوموړي د قوي هوډ، زحمت او دوامدارو هڅو پایله وه چې ابوبکر صدیق په ۲۰۲۱م کال کې د ACCA د مالي راپورونو په (F7) ازموینه کې په ټوله نړۍ کې درېیم او په افغانستان کې لومړی مقام ترلاسه کړ. د نړیوالې ادارې له خوا نوموړي ته د مبارکۍ رسمي پیغام او تاییدي سند هم ورکړل شو، چې دا د هغه د ژوند یوه له خورا ویاړلو شېبو څخه وه.

 نوموړی باور لري چې د کرکټ بورډ سره کار یوازې دنده نه، بلکې د هېواد د خدمت او د یوې ملي ارزښت په پیاوړتیا کې یوه ونډه اخیستل دي. ابوبکر صدیق وایي: “زما لپاره په کرکټ بورډ کې دنده ترسره کول یوازې دنده نه ده؛ دا یوه داسې وسیله ده چې زما لپاره د خوښۍ او ویاړ احساس راکوي.” نوموړی هیله لري چې د خپلو زده کړو، رښتینولۍ او هڅو له لارې وکولی شي د کرکټ بورډ د لا پرمختګ، حساب ورکونې او مالي شفافیت برخه کې ارزښتناک خدمتونه ترسره کړي.

مهم معلومات

دنده
مالي مدیر

زموږ سازمان وپیژنئ

زموږ د بورډ د رهبرۍ او د سازمان د مشرتابه بشپړ ټیم وپیژنئ

ملاتړ کوونکي او همکاران