تنظیمي جوړښت

سمیع الله مقبل

د بشري سرچینو امر

سمیع الله مقبل

سمیع الله مقبل

د بشري سرچینو امر

"سمیع الله مقبل د افغانستان کرکټ بورډ د بشري سرچینو امر دی چې د ۱۹۹۱م کال د اکټوبر میاشتې په ۲۸مه نېټه په پکتیا ولایت کې..."
د سازمان غړی

ژوندلیک

سمیع الله مقبل، د افغانستان کرکټ بورډ د بشري سرچینو امر

سمیع الله مقبل د افغانستان کرکټ بورډ د بشري سرچینو امر دی چې د ۱۹۹۱م کال د اکټوبر میاشتې په ۲۸مه نېټه په پکتیا ولایت کې زېږېدلی دی. نوموړي په اداره او سوداګرۍ برخه کې تر ماسټرۍ پورې لوړې زده کړې ترلاسه کړې او له بېلابېلو ادارو سره ۹ کلنه کاري تجربه لري.

ښاغلی مقبل د بشري سرچینو د مدیریت ټولو اړخونو د څارنې مسوولیت لري، چې پکې ادارې ته د استعدادونو جذب، د روزنیزو پروګرامونو ترسره کول، د معاشاتو، انعامونو او د بشري سرچینو د معلوماتي سیستمونو او اسنادو سمبالول شاملېږي.

سربېره پر دې، نوموړی مسسول دی ترڅو غوره او مثبت اداري کلتور ته وده ورکړي، د کار نافذه قوانین او تګلارې پلي کړي او د نظم او ډسپلین اړوند موضوعاتو څېړنه وکړي.

ښاغلی مقبل په دې باور دی چې له افغانستان کرکټ بورډ سره یوځای کېدلو نوموړي ته دا زمینه برابره کړې چې له ځوانو او تکړه مسلکي کسانو سره، چې خپلې دندې ته په پوره ژمنتیا او لیوالتیا دوام ورکوي، یوځای کار وکړي.

نوموړی باور لري چې افغانستان کرکټ بورډ کې دنده ترسره کول یوازې نه یوازې له مسلکي اړخه اهمیت لري، بلکې په هېواد کې د کرکټ لوبې په وده او پرمختګ کې هم ونډه اخیستل دي، چې دا کار په خپله کارکوونکو ته یو ویاړلی احساس ورکوي.

مهم معلومات

دنده
د بشري سرچینو امر

زموږ سازمان وپیژنئ

زموږ د بورډ د رهبرۍ او د سازمان د مشرتابه بشپړ ټیم وپیژنئ

ملاتړ کوونکي او همکاران