تنظیمي جوړښت

میرویس اشرف

عمومي رییس

میرویس اشرف

میرویس اشرف

عمومي رییس

"د افغان لوبدلې پخوانی لوبغاړی او د افغانستان کرکټ بورډ برحاله عمومي رییس میرویس اشرف د ۱۹۸۸ کال د جون په ۳۰مه د کندز ولا..."

Connect

د سازمان غړی

ژوندلیک

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس ښاغلی میرویس اشرف د ۱۹۸۸ کال د جون په ۳۰مه د کندز ولایت د چهاردرې ولسوالۍ په یوه مذهبي او درنه کورنۍ کې نړۍ ته سترګې پرانیستې دي. نوموړی د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې یو پیاوړی لوبغاړی او الرونډر پاتې شوی، چې په خپل لوبیز ژوند کې یې په ۴۶ نړیوالو یو ورځنیو او ۲۵ شل اوریزو نړیوالو لوبو کې د ګران هېواد افغانستان استازولي کړې ده.

میرویس اشرف خپله لومړنۍ یو ورځنۍ نړیواله لوبه د ۲۰۰۹ کال د اګست په ۳۰مه د هالنډ پر وړاندې ترسره کړه. همداراز، خپله لومړنۍ فرسټ کلاس لوبه یې هم د هالنډ پر وړاندې، د افغانستان د انټرکانټیننټل جام په لومړنۍ سیالۍ کې وکړه، چې پکې یې غوره توپ اچونه وکړه او څلور ویکټې یې ترلاسه کړې. په دغه لوبه کې افغان لوبډلې تاریخي بریا ترلاسه کړه. د یادونې وړ ده چې نوموړي خپله لومړنۍ شل اوریزه نړیواله لوبه په ۲۰۱۰ کال کې د کاناډا پر وړاندې ترسره کړې ده.

میرویس اشرف د ۲۰۱۵ نړیوال جام سیالیو لپاره هم د افغانستان د ملي لوبډلې غړی و، چې پکې یې ښې لوبې ترسره کړې. همداراز، د ۲۰۱۹ نړیوال جام لپاره د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د افغانستان د لوبډلې د سفیر په توګه وټاکل شو. نوموړی تر اکتوبر ۲۰۲۰ پورې په کورني کرکټ کې هم فعاله ونډه درلوده؛ د ۲۰۲۰ کال په شپږیزه لیګ کې یې د بند امیر لوبډلې استازیتوب وکړ او د زونونو په کچه په دوه پړاو لېسټ اې سیالیو کې یې هم د امو زون استازیتوب کړی دی.

میرویس اشرف د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر په میاشت کې د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر وټاکل شو، او دوه میاشتې وروسته، د نومبر په ۶مه د کرکټ بورډ د سرپرست رییس په توګه وټاکل شو او تر دې مهاله خپل مدیریت په خورا کامیابه ډول پرمخ وړي. 

د کرکټ بورډ د رییس په توګه، د ښاغلي اشرف ستر هدف دا دی چې کرکټ د هېواد ټولو ولایتونو ته ورسوي او په هېواد کې د دې لوبې لا زیاتې ودې او پرمختګ ته ځانګړې پاملرنه وکړي. نوموړی باور لري چې کرکټ یوازې یوه لوبه یا د تفریح وسیله نه ده، بلکې دا لوبه د ۳۵ میلیونه افغانانو لپاره د هیلو، خوشحالۍ او ارمانونو سرچینه ده.

ښاغلی اشرف دا هم وایي چې له دولت، د کرکټ له نړیوالې شورا او د نورو هېوادونو له کرکټ بورډونو سره د مؤثرو اړیکو ساتل کولای شي په افغانستان کې د کرکټ د پرمختګ او پراختیا لپاره زمینه برابره کړي او د افغان لوبډلې لپاره د نورو هېوادونو پر وړاندې د دوه اړخیزو لوبو امکانات برابر کړي.

مهم معلومات

دنده
عمومي رییس

زموږ سازمان وپیژنئ

زموږ د بورډ د رهبرۍ او د سازمان د مشرتابه بشپړ ټیم وپیژنئ

ملاتړ کوونکي او همکاران