د کرکټ قوانین - یو ورځنۍ نړیوالې لوبې
کرکټ د قوانینو پر بنسټ چلېدونکې لوبه ده، چې د لوبې ټولې برخې تنظیموي. له لوبغاړو نیولې تر لوبڅارانو، لوبو، وسایلو او د لوبې شرایطو پورې ټول د کرکټ په قوانینو کې را ټولېږي چې پربنسټ یې لوبه پرمخ ځي.

د سند تفصیلات
مرستې ته اړتیا لرئ؟
د سند مطالب
کرکټ د قوانینو پر بنسټ چلېدونکې لوبه ده، چې د لوبې ټولې برخې تنظیموي. له لوبغاړو نیولې تر لوبڅارانو، لوبو، وسایلو او د لوبې شرایطو پورې ټول د کرکټ په قوانینو کې را ټولېږي چې پربنسټ یې لوبه پرمخ ځي.
سریزه: د کرکټ روحیه او سپورتي اخلاق:
کرکټ یوازې یوه
لوبه نه، بلکې د ارزښتونو، سپورتي اخلاقو او درناوي سمبول هم دی. دا لوبه هغه وخت
خپل حقیقي جذابیت او ارزښت پیدا کوي، چې نه یوازې د قوانینو پر بنسټ ترسره شي،
بلکې د کرکټ روحیه هم پکې ژوندۍ وساتل شي.
د کرکټ روحیه د
عادلانه لوبې، درناوي او سپورتي اخلاقو مراعت کول دي، چې د لوبې ټولو ګډونوالو ته یې
مسوولیت ورپه غاړه کېږي. که څه هم د دې روحیې ساتلو تر ټولو ستر مسوولیت د
لوبډلمشرانو پر غاړه دی، خو دا مسوولیت لوبغاړو، لوبڅارانو، روزونکو، د کم عمره
لوبغاړو والدینو او د لوبې ټولو ګډونوالو ته هم غځېږي. ټول باید په ګډه دا هڅه
وکړي چې د لوبې پرمهال د کرکټ اصلي ارزښتونه ژوندي وساتي.
احترام او درناوی؛
د کرکټ د روحیې اساسي اصل
د کرکټ روحیه د
درناوي پر بنسټ ولاړه ده، چې لاندې ټکي پکې مهم دي:
-
خپل لوبډلمشر، خپلو
نورو لوبغاړو، سیالو لوبغاړو او د لوبې لوبڅارانو ته درناوی ولرئ.
-
په کلک عزم، خو په
عادلانه ډول ولوبېږئ.
-
د لوبڅار پرېکړې ومنئ،
حتی که ستاسې د خوښې خلاف هم وي.
-
د مثبتې رویې له لارې،
د لوبې ښه ماحول رامنځته کړئ او نور لوبغاړي هم دې کار ته وهڅوئ.
-
په سخت وخت کې هم هڅه
وکړئ چې صبر ولرئ او خپل نظم او ډسپلین وساتئ.
-
سیالې لوبډلې ته هغوی د
بریا مبارکي ورکړئ او خپلې لاسته راوړنې او بریاوې ولمانځئ.
-
د لوبې پایله که هر څه
وي، له سیالو لوبغاړو او لوبڅارانو مننه وکړئ.
کرکټ یوه
ځانګړې لوبه ده، چې نه یوازې د لوبغاړو ترمنځ ملګرتیا، درناوی او یووالي رامنځته
کوي، بلکې د بیلابیلو هېوادونو، قومونو، کلتورونو او مذهبونو خلک هم سره نږدې کوي.
کله چې لوبه د قوانینو ترڅنګ د اخلاقو او سپورتي ارزښتونو پر بنسټ ترسره شي، نو لا
زیاته ښکلا او جذابیت پیدا کوي. په همدې اساس، هر لوبغاړی باید هڅه وکړي چې د کرکټ
اصلي روحیه ژوندۍ وساتي، ځکه کرکټ یوازې د منډو او ویکټو نوم نه دی، بلکې د
درناوي، صداقت او عادلانه لوبې نښه هم ده.
کرکټ د قوانینو پر بنسټ چلېدونکې لوبه ده، چې د لوبې ټولې برخې تنظیموي. له لوبغاړو نیولې تر لوبڅارانو، لوبو، وسایلو او د لوبې شرایطو پورې ټول د کرکټ په قوانینو کې را ټولېږي چې پربنسټ یې لوبه پرمخ ځي.
نورو معلوماتو ته اړتیا لرئ؟
د اضافي اسنادو یا زموږ د پالیسیو د روښانتیاوو لپاره زموږ د ادارې سره اړیکه ونیسئ