د کرکټ قوانین - شل اوریزې نړیوالې لوبې
کرکټ د قوانینو پر بنسټ چلېدونکې لوبه ده، چې د لوبې ټولې برخې تنظیموي. له لوبغاړو نیولې تر لوبڅارانو، لوبو، وسایلو او د لوبې شرایطو پورې ټول د کرکټ په قوانینو کې را ټولېږي چې پربنسټ یې لوبه پرمخ ځي.

د سند تفصیلات
مرستې ته اړتیا لرئ؟
د سند مطالب
کرکټ د قوانینو پر بنسټ چلېدونکې لوبه ده، چې د لوبې ټولې برخې تنظیموي. له لوبغاړو نیولې تر لوبڅارانو، لوبو، وسایلو او د لوبې شرایطو پورې ټول د کرکټ په قوانینو کې را ټولېږي چې پربنسټ یې لوبه پرمخ ځي.
سریزه: د کرکټ روحیه او سپورتي اخلاق:
کرکټ یوازې یوه لوبه نه، بلکې د ارزښتونو، سپورتي اخلاقو او درناوي سمبول هم دی. دا لوبه هغه وخت خپل حقیقي جذابیت او ارزښت پیدا کوي، چې نه یوازې د قوانینو پر بنسټ ترسره شي، بلکې د کرکټ روحیه هم پکې ژوندۍ وساتل شي.
د کرکټ روحیه د عادلانه لوبې، درناوي او سپورتي اخلاقو مراعت کول دي، چې د لوبې ټولو ګډونوالو ته یې مسوولیت ورپه غاړه کېږي. که څه هم د دې روحیې ساتلو تر ټولو ستر مسوولیت د لوبډلمشرانو پر غاړه دی، خو دا مسوولیت لوبغاړو، لوبڅارانو، روزونکو، د کم عمره لوبغاړو والدینو او د لوبې ټولو ګډونوالو ته هم غځېږي. ټول باید په ګډه دا هڅه وکړي چې د لوبې پرمهال د کرکټ اصلي ارزښتونه ژوندي وساتي.
احترام او درناوی؛ د کرکټ د روحیې اساسي اصل
د کرکټ روحیه د درناوي پر بنسټ ولاړه ده، چې لاندې ټکي پکې مهم دي:
- خپل لوبډلمشر، خپلو نورو لوبغاړو، سیالو لوبغاړو او د لوبې لوبڅارانو ته درناوی ولرئ.
- په کلک عزم، خو په عادلانه ډول ولوبېږئ.
- د لوبڅار پرېکړې ومنئ، حتی که ستاسې د خوښې خلاف هم وي.
- د مثبتې رویې له لارې، د لوبې ښه ماحول رامنځته کړئ او نور لوبغاړي هم دې کار ته وهڅوئ.
- په سخت وخت کې هم هڅه وکړئ چې صبر ولرئ او خپل نظم او ډسپلین وساتئ.
- سیالې لوبډلې ته هغوی د بریا مبارکي ورکړئ او خپلې لاسته راوړنې او بریاوې ولمانځئ.
- د لوبې پایله که هر څه وي، له سیالو لوبغاړو او لوبڅارانو مننه وکړئ.
کرکټ یوه ځانګړې لوبه ده، چې نه یوازې د لوبغاړو ترمنځ ملګرتیا، درناوی او یووالي رامنځته کوي، بلکې د بیلابیلو هېوادونو، قومونو، کلتورونو او مذهبونو خلک هم سره نږدې کوي. کله چې لوبه د قوانینو ترڅنګ د اخلاقو او سپورتي ارزښتونو پر بنسټ ترسره شي، نو لا زیاته ښکلا او جذابیت پیدا کوي. په همدې اساس، هر لوبغاړی باید هڅه وکړي چې د کرکټ اصلي روحیه ژوندۍ وساتي، ځکه کرکټ یوازې د منډو او ویکټو نوم نه دی، بلکې د درناوي، صداقت او عادلانه لوبې نښه هم ده.
کرکټ د قوانینو پر بنسټ چلېدونکې لوبه ده، چې د لوبې ټولې برخې تنظیموي. له لوبغاړو نیولې تر لوبڅارانو، لوبو، وسایلو او د لوبې شرایطو پورې ټول د کرکټ په قوانینو کې را ټولېږي چې پربنسټ یې لوبه پرمخ ځي.
نورو معلوماتو ته اړتیا لرئ؟
د اضافي اسنادو یا زموږ د پالیسیو د روښانتیاوو لپاره زموږ د ادارې سره اړیکه ونیسئ