پروګرامونه
لومړۍ درجه روزنیز ورکشاپ
د افغانستان کرکټ بورډ د ظرفیت لوړونې څانګې د ۲۰۲۴م کال په فبروري میاشت کې د روزنې لومړی درجه ورکشاپ ترسره کړ چې پکې ۲۵ فرسټ کلاس لوبغاړو ګډون درلود
بیرتهلومړی درجه روزنیز ورکشاپ ترسره شو
د افغانستان کرکټ بورډ د ظرفیت لوړونې څانګې په ننګرهار ولایت کې د روزنې لومړی درجه ورکشاپ ترسره کړ. په دغه روزنیز ورکشاپ کې ۲۵ فرسټ کلاس لوبغاړو ګډون درلود چې د د ۲۰۲۴م کال د فبروري میاشتې په پنځمه نېټه په ننګرهار ولایت کې پیل او د همدې میاشتې په ۱۰مه نېټه پای ته ورسېد.
د یاد ورکشاپ په ترڅ کې ګډون کوونکو ته د توپوهنې، توپ اچونې، ډګر ساتنې او د فزیکي تکړښت ترڅنګ د روزنې او د روزونکو د دندې د اهمیت او ارزښت په اړه روزنه ورکړل شوه. دا لومړی ځل دی چې په لومړی درجه روزنیز ورکشاپ کې ټول د فرسټ کلاس کرکټ لوبغاړي ګډون کوي او د افغان ښوونکو له لوري روزنه ترلاسه کوي.
د افغانستان کرکټ بورډ د ظرفیت لوړونې څانګې مسوول عبدالولي امین وایي چې د یاد ورکشاپ په لړ کې ټولو ګډون کوونکو ته په نظري او عملي توګه روزنه ورکړل شوه. د نوموړي په وینا د روزنې د لومړۍ درجه ورکشاپ په پای کې به ټول ګډون کوونکي له عملي او نظري اړخه د روزنې په اړه بشپړ پوهاوی ولري او کولی شي چې په راتلونکي کې د یوه غوره روزونکي په توګه د افغانستان د کرکټ په پرمختګ کې خپله ونډه ولري.