پروګرامونه
دویمه درجه روزنیز ورکشاپ
د افغانستان کرکټ بورډ د ظرفیت لوړونې څانګې په کابل ولایت کې د روزنې دویمه درجه ورکشاپ ترسره کړ چې ۳۰ د لومړۍ درجې روزونکو پکې ګډون درلود
بیرتهدویمه درجه روزنیز ورکشاپ ترسره شو
د افغانستان کرکټ بورډ د ظرفیت لوړونې څانګې په کابل ولایت کې د روزنې دویمه درجه ورکشاپ ترسره کړ. په دغه روزنیز ورکشاپ کې ۳۰ د لومړۍ درجې روزونکو ګډون درلود چې د ۲۰۲۴م کال د نومبر میاشتې له دویمې تر اوومې نېټې پورې یې شپږ ورځې دوام وموند.
د یاد ورکشاپ په ترڅ کې ګډون کوونکو ته د کرکټ نړیوالې شورا څلورمې درجې روزونکي او د دویمې درجې روزنیزو کورسونو مجرب ښوونکي، تیمور اعظم، له خوا د کرکټ لوبې او روزنې اړوند بېلابېلو اړخونو په اړه په نظري او عملي برخو کې پراخه روزنه ورکړل شوه.
د افغانستان کرکټ بورډ د ظرفیت لوړونې څانګې مسوول عبدالولي امین وایي چې د روزنې دویمه درجه روزنیز ورکشاپ په خورا کامیایۍ ترسره شو. د نوموړي په وینا دغه روزنیز ورکشاپ به په هېواد کې د لومړۍ درجې روزونکو په علمي وده او تخنیکي ظرفیت لوړونه کې د پام وړ اغېز ولري چې ورسره به په هېواد کې د کرکټ لوبه لا زیاته وده وکړي.