پروګرامونه

د روزنې پیلیز ورکشاپ

د افغانستان کرکټ بورډ د ظرفیت لوړونې څانګې په دوه بېلابېلو پړاوونو کې د روزنې پیلیز ورکشاپ ترسره کړ چې ۵۳ تنه لوبغاړو پکې ګډون درلود.

بیرته
کابل کې د روزنې پیلیز ورکشاپ ترسره شو

د افغانستان کرکټ بورډ د ظرفیت لوړونې څانګې د روزنې پیلیز ورکشاپ ترسره کړ. دغه روزنیز ورکشاپ په دوه جلا پړاوونو کې ترسره شو چې لومړی پړاو یې د ۲۰۲۵م کال د می میاشتې له ۱۸مې تر ۱۹مې نېټې ترسره شو چې پکې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو ۲۵ تنه روزونکو ګډون درلود. همدارنګه د یاد روزنیز پروګرام دویم پړاو د همدې میاشتې په ۲۰مه نېټه پیل شو چې په دې پړاو کې هم ۲۸ روزونکو برخه درلوده. 

دغه روزنیز پروګرامونه د روزنې په پیلیزه کچه د ګډونوالو د مهارتونو د لوړونې او د کرکټ لوبې د بنسټیزو اړخونو په اړه د پوهاوي په موخه ترسره شول. 


Gallery

ټول وګورئ د لوړې کارونې مرکز

بیرته د لوړې کارونې مرکز

ملاتړ کوونکي او همکاران