پروګرامونه

د ویشتنځای جوړوونکو ابتدایي روزنیز ورکشاپ

د افغانستان کرکټ بورډ د ظرفیت لوړونې څانګې، د ویشتنځایونو رغونکو (Curators) ته د د ۲۰۲۳م کال دسمبر میاشتې له ۱۸ تر ۲۱مې نېټې څلور ورځنی روزنیز سیمینار تنظیم کړی و چې ۳۹ ویشتنځای جوړونکو پکې ګډون درلود

بیرته
د ظرفیت لوړونې څانګې له لوري د کرکټ د ویشتنځایونو جوړونکو  ته روزنیز سیمینار ورکړل شو

د افغانستان کرکټ بورډ د ظرفیت لوړونې څانګې، د ویشتنځایونو رغونکو (Curators) ته د د ۲۰۲۳م کال دسمبر میاشتې له ۱۸ تر ۲۱مې نېټې څلور ورځنی روزنیز سیمینار تنظیم کړی و چې ۳۹ ویشتنځای جوړونکو پکې ګډون درلود. په یاد سیمینار کې د ګډون کوونکو له ډلې ۳۶ تنو د کرکټ بورډ اړوند لوبغالو او روزنځایونو کیوریټرانو او د هغوی مرستیالانو او همدارنګه ۳ تنه د هغو شخصي روزنځایونو کیورېټرانو ګډون درلود چې د اړتیا پر مهال د ملي لوبډلو تمریناتي کمپونو کې ترې کار اخېستل کېږي.

د یادونې وړ ده چې یاد سیمینار د یوه بهرني مجربه ویشتنځای جوړونکي له لوري چې په یاده برخه کې له ۳۰ کلونو ډېره کاري تجربه لري، ترسره شوه. نوموړي د ویشتنځایونو د جوړولو معیاري موادو، د وچې، لمدې او شنې ویکټې او ورته نورو ویشتنځایونو د ډولونو او رغولو په اړه معلومات وړاندې کړل.

Gallery

ټول وګورئ د لوړې کارونې مرکز

بیرته د لوړې کارونې مرکز

ملاتړ کوونکي او همکاران