پروګرامونه

د طبي مساژ روزنیز ورکشاپ

د افغانستان کرکټ بورډ د ظرفیت لوړونې څانګې د ۲۰۲۵م کال د فبرورۍ له لومړۍ تر دریمې نېټې پورې په کابل کې د طبي مساژ درې ورځنی روزنیز ورکشاپ ترسره کړ چې پکې ۱۲ ګډونوالو ته د مساژ په برخه کې لومړنۍ روزنه ورکړل شوه

بیرته
د ظرفیت لوړونې څانګې د طبي مساژ درې ورځنی روزنیز ورکشاپ ترسره کړ

د افغانستان کرکټ بورډ د ظرفیت لوړونې څانګې د ۲۰۲۵م کال د فبرورۍ له لومړۍ تر دریمې نېټې پورې په کابل کې د طبي مساژ درې ورځنی روزنیز ورکشاپ ترسره کړ چې پکې ۱۲ ګډونوالو ته د مساژ په برخه کې لومړنۍ روزنه ورکړل شوه. د طبي مساژ دغه روزنیز ورکشاپ چې ګډونوالو ته یې د بهرنيو او کورنيو ډاکټرانو له لورې تدریس وشو؛ د طبي مساژ پر پېژندنې، موخو، ګټو، د مساژ پر تخنیکونو او ارزښت پکې د ګډونوالو سره اړین معلومات شریک شول.

طبي مساژ د لوبغاړو د فزیکي تکړښت، روغتیا او ځینو ټپونو د درملنې په ډګر کې  ډېر مهم او اړین رول لري چې د دغه روزنیز سیمینار پر مټ به یې ګډونوال وکولی شي چې په دې برخه کې مسلکي زده کړې ترلاسه او په مسلکي ډول طبي مساج ترسره کړي.

Gallery

ټول وګورئ د لوړې کارونې مرکز

بیرته د لوړې کارونې مرکز

ملاتړ کوونکي او همکاران