اسانتیاوې

د لوبغاړو د تکړښت مرکز

د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د تکړښټ مرکز د ظرفیت لوړونې څانګې له مهمو اسانتیاوو څخه ده، چې د دغه مرکز تر مدیریت لاندې فعالیت کوي.

بیرته

د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د تکړښټ مرکز د ظرفیت لوړونې څانګې له مهمو اسانتیاوو څخه ده، چې د دغه مرکز تر مدیریت لاندې فعالیت کوي. د تکړښت دغه مرکز په ۲۰۲۲م کال کې له سره ورغول شو او نوې بڼه ورکړل شوه، چې اوس هم د لوبغاړو د فزیکي چمتووالي لپاره یوه بنسټیزه برخه بلل کېږي. د لوبغاړو د تکړښت دغه عصري مرکز د عصري، معیاري او لوړ کیفیت لرونکو تمریني وسایلو او تجهیزاتو درلودونکی دی چې د ملي او کورنیو قرارداد لرونکو لوبغاړو لخوا د خپلو تمریناتو لپاره کارول کېږي.

دغه ډول مسلکي، مجهز او ښه سمبال مرکز د ملي لوبدلې د لوبغاړو د چمتووالي په برخه کې اغېزمن رول لري او افغانستان کرکټ بورډ ویاړي چې خپلو لوبغاړو ته داسې معیاري اسانتیاوې برابروي.

Gallery

ټول وګورئ د لوړې کارونې مرکز

بیرته د لوړې کارونې مرکز

ملاتړ کوونکي او همکاران