پروګرامونه

د ویډيو انلېسټ (ویډیویي شننې) کورس

د افغانستان کرکټ بورډ د ظرفیت لوړونې څانګې له لوري په لومړي ځل ویډیو انلېسټ (د لوبې د ویډیویي شننې) ورکشاپ ترسره شو

بیرته
د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د ویډيو انلېسټ کورس او ورکشاپ ترسره شو

د افغانستان کرکټ بورډ د ظرفیت لوړونې څانګې له لوري په لومړي ځل ویډیو انلېسټ (د لوبې د ویډیویي شننې) ورکشاپ ترسره شو. یاد کورس چې د ۲۰۲۵م کال د فبروري میاشتې پر ۶مه او ۷مه نېټه ترسره شو، د افغانستان کرکټ بورډ د ظرفیت لوړونې څانګې بېلابېلو هغو روزونکو چې د هېواد په اکاډمیو کې بوخت دي؛ ګډون کړی درلود. 

د ویډيو انلېسټ یاد کورس او ورکشاپ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ویډیو انلېسټ راما او د ظرفیت لوړونې څانګې د ویډيو انلېسټ شېرالله افغان له لوري وړاندې شو. په دغه روزنیز کورس کې د ویډيو انلېسټ پر دندو، د لوبغاړو د کارکردګۍ تجزیې او شننې، د کنډېشن، د لوبډلې د روزونکي او ویډیو تجزیه کار ترمنځ اړیکه او د خپلو او سیالو لوبغاړو د پیاوړو او کمزورو ټکو برابرولو هنرونو او ګڼو نورو مهمو مسایلو بحث او خبرې وشوې.

Gallery

ټول وګورئ د لوړې کارونې مرکز

بیرته د لوړې کارونې مرکز

ملاتړ کوونکي او همکاران