پروګرامونه

د اکاډمیو د روزونکو ظرفیت لوړونې ورکشاپ

د کرکټ بورډ د ظرفیت لوړونې څانګې، د ۲۰۲۳م کال د دسمبر میاشتې په ۱۴مه او ۱۵مه نېټه د اکاډمیو یا روزنځایونو د روزونکو د ظرفیت لوړولو په موخه دوه ورځنی سیمینار ترسره کړ.

بیرته
کرکټ بورډ د اکاډمیو روزونکو لپاره دوه ورځنی سیمینار ترسره کړ!
د کرکټ بورډ د ظرفیت لوړونې څانګې، د ۲۰۲۳م کال د دسمبر میاشتې په ۱۴مه او ۱۵مه نېټه د اکاډمیو یا روزنځایونو د روزونکو د ظرفیت لوړولو په موخه دوه ورځنی سیمینار ترسره کړ. د یادونې وړ ده چې په دې سیمینار کې د کرکټ بورډ د رسمي او شخصي اکاډمیو له ۲۰ زیاتو روزونکو ګډون درلود چې په وینا یې له یاد سیمینار یې ډېر څه زده او په راتلونکي کې به ګټه ترې پورته کوي.
په یاد دوه ورځني سیمینار کې د کرکټ بورډ د دریمه درجه روزونکو لخوا دوی ته د کرکټ د اوسني وخت د پرمختللي تخنیک، پلان، راپور او د لوبغاړو فزیکي جوړښت او تکړښت په اړه معلومات او روزونه ورکړل شوه او دغه راز یې د اوسنیو اړتیاو پر بېلابېلو اړخونو عملي او تیوریکي معلومات ورسره شریک کړل.

Gallery

ټول وګورئ د لوړې کارونې مرکز

بیرته د لوړې کارونې مرکز

ملاتړ کوونکي او همکاران