پروګرامونه

د ورزشي فزیوتراپي لومړۍ درجه روزنیز ورکشاپ

د افغانستان کرکټ بورډ د ظرفیت لوړونې مرکز له لوري د ورزشي فزیوتراپي په برخه کې د لومړۍ درجې ۳ ورځنی ورکشاپ ترسره شو جې ۲۱ ګډونوالو پکې ګډون درلود

بیرته
د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د ورزشي فزیوتراپي ۳ ورځنی ورکشاپ ترسره شو

د افغانستان کرکټ بورډ د ظرفیت لوړونې مرکز له لوري د ورزشي فزیوتراپي په برخه کې د لومړۍ درجې ۳ ورځنی ورکشاپ ترسره شو جې ۲۱ ګډونوالو پکې ګډون درلود. دغه ګډونوال د یوې پروسې تېرولو او په اړوند برخه کې د ۳ کلن ډیپلوم په لرلو سره د یاد ورکشاپ برخه وګرځېدل. د دغه ورکشاپ په ترڅ کې به د کورنيو او بهرنيو استادانو له لوري ګډونوالو ته په تیوریکي او عملي برخو کې د فزیوتراپي موضوعاتو اړوند بېلابېلو موضوعات تدریس کړل شي.

د ورکشاپ د پای ته رسېدو سره سم به د یادو ګډونوالو ازموینه واخیستل شي او د بریالي کېدو په صورت کې به د کورني کرکټ په برخه کې د اړتیا له مخې د کرکټ بورډ سره همکار پاتې شي. د ظرفیت لوړونې مرکز د معلوماتو له مخې، په راتلونکي کې به یادو ګډونوالو ته د ورته نورو ورکشاپونه زمینه هم مساعده شي.

Gallery

ټول وګورئ د لوړې کارونې مرکز

بیرته د لوړې کارونې مرکز

ملاتړ کوونکي او همکاران