پروګرامونه
د فزیکي تکړښت لومړۍ درجه روزنیز ورکشاپ
د افغانستان کرکټ بورډ د ظرفیت لوړونې څانګې له لوري د فزیکي تکړښت د روزونکو لومړۍ درجه څلور ورځنی روزنیز کورس ترسره شو چې د ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړو، د کورني کرکټ روزونکو پکې ګډون کړی وو.
بیرتهد ظرفیت لوړونې څانګې له لوري د فزیکي تکړښت د روزونکو کورس ترسره شو
د افغانستان کرکټ بورډ د ظرفیت لوړونې څانګې له لوري د فزیکي تکړښت د روزونکو لومړۍ درجه څلور ورځنی روزنیز کورس ترسره شو. یاد کورس کې چې د ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړو، د کورني کرکټ روزونکو او هغو کسانو چې د تېرو څو کلونو راهیسي د افغانستان کرکټ بورډ سره په یاده برخه کې کار کوي؛ ګډون کړی وو.
دغه کورس د بهرني روزونکي راجیش چوهان چې د فزیکي تکړښت روزنه کې دریمه درجه سند لري وړاندې شو. د افغانستان کرکټ بورډ د ظرفیت لوړونې څانګې مسوولین وایي، له یاد کورس څخه یې موخه خپلو روزونکو ته د فزیکي تکړښت د روزنې نوي او عصري میتودونه وړاندې کول او د دوی ظرفیتونو ته وده ورکول دي.
باید وویل شي چې د افغانستان کرکټ بورډ د ظرفیت لوړونې څانګه په پام کې لري چې نږدې راتلونکي کې د روزونکو لومړی درجه روزنیز کورس ترسره کړي.