د کرکټ نړیوالې شورا د راتلونکې سفرونو د پروګرام له مخې د افغانستان راتلونکې سیالۍ
د کرکټ نړیوالې شورا د راتلونکې سفرونو د پروګرام له مخې د افغانستان راتلونکې سیالۍ
د کرکټ نړیوالې شورا څه موده وړاندې د څلورو کلونو لپاره د راتلونکو سفرونو پروګرام اعلان کړ چې له مخې به یې افغانستان د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۷ کلونو ترمنځ موده کې د بېلابېلو لوبډلو پر وړاندې ۲۱ ټیسټ، ۴۵ نړیوالې یو ورځنۍ او ۵۷ نړیوالې شل اوریزې سیالۍ ترسره کړي.
تفصیلي معلومات
د کرکټ نړیوالې شورا د راتلونکې سفرونو د پروګرام له
مخې د افغانستان راتلونکې سیالۍ
د
کرکټ نړیوالې شورا څه موده وړاندې د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د راتلونکو سفرونو
پروګرام (Future Tours Program - FTP) اعلان کړ چې له
مخې به یې افغانستان د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۷ کلونو ترمنځ موده کې د بېلابېلو
لوبډلو پر وړاندې ۲۱ ټیسټ، ۴۵ نړیوالې یو ورځنۍ او ۵۷ نړیوالې شل اوریزې سیالۍ ترسره
کړي.
د کرکټ نړیوالې شورا له اعلان شوي مهالوېش سره سم به
په یاده موده کې افغان کرکټ ملي لوبډله له ایرلینډ سره څلور او له زمبابوې سره درې
لوبلړۍ ترسره کړي. دغه راز به افغان لوبډله د هند، نیوزیلنډ او اسټرالیا په څېر د
کرکټ نړۍ له سترو او پیاوړو لوبډلو سره هم لوبلړۍ ترسره کړي.
د راتلونکو سفرونو پروګرام له مخې به تر راتلونکي ۲۰۲۷م کال پورې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله تر ټولو زیاتې (۵) ټیسټ لوبې له زمبابوې سره ترسره کړي، هغه لوبډله، چې به ورسره افغان اتلان په یادو موده کې په ۱۲ نړیوالو یو ورځنیو او ۱۲ نړیوالو شل اوریزو سیالیو کې هم مخ شي. د دې ترڅنګ به افغان لوبډله په دغه موده کې له ایرلنډ سره څلور ټیسټ، ۱۲ نړیوالې یو ورځنۍ او ۱۰ نړیوالې شل اوریزې سیالۍ ترسره کړي. دغه راز به د دغه پروګرام له مخې افغان لوبډله اسټرالیا، هند او نیوزیلنډ ته سفرونه وکړي او هم به په بېلابېلو پړاوونو کې د دغو لوبډلو کوربتوب وکړي.
د افغانستان کرکټ بورډ د کرکټ نړیوالې شورا د راتلونکو
سفرونو د اعلان شوي نوي پروګرام هرکلی کوي او خوښ دی چې د کرکټ نړیوالې شورا د
راتلونکي سایکل لویه برخه تشکیلوي. د افغانستان لپاره د ټیسټ لوبو زیاتوالی د
افغانستان د کرکټ لپاره ښه زیری دی ځکه چې د ټیسټ کرکټ سیالیو زیاتولالی په
افغانستان کې د کرکټ لوبې په وده او د لوبغاړو په پیاوړتیا کې اغېزمن رول لوبوي.
له دې وړاندې د افغانستان کرکټ بورډ تل له سترو لوبډلو
سره د لوبو غوښتنه کړې ده. په همدې موخه د افغانستان کرکټ بورډ چارواکو د بنګله
دېش، سریلانکا او هندوستان په ګډون ګڼ شمېر هېوادونو ته سفرونه وکړل او دغه راز یې
د کرکټ نړیوالې شورا په بېلابېلو غونډو کې له نورو بشپړ لرونکو هېوادونو غوښتنه
وکړه، ترڅو له افغانستان سره لوبې ترسره کړي.
د افغانستان کرکټ بورډ ژمن دی چې له نورو ډېرو
هېوادونو او کرکټ بورډونو سره د لا ډېرو نړیوالو دوه اړخیزو سیالیو په برابرولو کې
خپلې هڅې جاري وساتي ځکه چې د نورو هېوادونو پر وړاندې دوه اړخیزې سیالۍ د
افغانستان د کرکټ په تخنیکي او مالي مثبته اغېزه لري. د یادونې وړ ده چې یادې
سیالۍ د روان ۲۰۲۳م کال په جون میاشت کې
پیلېږي چې ورسره به د ۲۰۲۷ کال تر مارچ میاشتې
پورې دوام ومومي.
د یادونې وړ ده چې د یادو سیالیو په شمېر کې بدلون ممکن دی. د سیالیو وروستی شمېر به د وخت، د هوا شرایطو، مالي او لوجستیکي امکاناتو او له سیالو بورډونو سره د وروستیو خبرو اترو پر بنسټ ټاکل کېږي.
د فایل معلومات
د ډاونلوډ لپاره چمتو