افغانستان کرکټ بورډ د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې لپاره د انګلستان هېواد پېژندل شوی روزونکی ریچارډ پایبس د نوي مشر روزونکي په توګه په دنده ګومارلی دی. نوموړی به په مارچ میاشت کې د سریلانکا پر وړاندې د راتلونکې لوبلړۍ وړاندې له افغان اتلانو سره یوځای شي.
ریچارډ پایبس
په نړیواله کچه د کرکټ یو نوموتی او پېژندل شوی روزونکی دی چې په خپله روزنیزه
دوره کې د پام وړ لاسته راوړنې لري. نوموړي په خپل روزنیز سفر کې له ۲۰۱۳م کال څخه
تر ۲۰۱۹م کال پورې د ویسټ انډیز کرکټ بورډ سره د مشر روزونکي، د کرکټ ډایرکټر او د
ظرفیت لوړونې مرکز مشر په توګه دنده ترسره کړې ده. هغه په خپله کاري موده کې یو
داسې کاري جوړښت رامنځته کړ چې له مخې یې په ۲۰۱۶م کال کې د ویسټ انډیز د بېلابېلو
ملي لوبډلو لپاره درې نړیوال جامونه وګټل؛ دا په نړیوال کرکټ کې لومړی ځل و چې یو
هېواد دا ډول تاریخي بریا او د کرکټ نړیوالې شورا د درې واړو نړیوالو جامونو
اتلولي خپلوي.
له دې وړاندې،
پایبس د پاکستان د ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه دنده ترسره کړې او دغه لوبډله
یې په ۱۹۹۹م کال کې د نړیوال جام پایلوبې ته ورسوله. هغه دغه راز په ۲۰۱۳م کال کې
له بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې سره هم د مشر روزونکي په توګه دنده ترسره کړې ده. په
کورني کرکټ کې، نوموړی د سویلي افریقا په کورنیو او تجارتي سیالیو کې د ۹ اتلولیو
په ګټلو سره یو ملي ریکارډ جوړ کړی او دوه ځلې یې د سویلي افریقا د کال غوره
روزونکي جایزې هم ترلاسه کړې دي.
پایبس دغه راز
د انفرادي لوبغاړو په روزنه کې هم کار کړی دی او په نړیواله کچه یې د ګڼ شمېر لوبغاړو
په پرمختګ او نړیواله کارکردګۍ کې اړین رول لوبولی دی.
پر دې سربېره،
پایبس یو اکاډمیک شخصیت هم دی او په ۲۰۲۲م کال کې یې د لندن میډلسیکس پوهنتون له
لوري د عالي او ځانګړې کارکردګۍ سیسټم په ډګر کې د څېړنې له امله د دوکتورا
افتخاري سند ترلاسه کړ. دا څېړنه په بېلابېلو چاپیریالونو کې د دوامداره بریاوو
ترلاسه کولو په اړه ترسره شوې وه. نوموړي د دوکتورا سربېره له ګرینویچ پوهنتون څخه
د ماسټرۍ او له پورتسموت پوهنتون څخه د لیسانس سندونه ترلاسه کړي دي. پایبس دغه
راز د سویلي افریقا د کرکټ بورډ څلورمه درجه (Level 4) روزونکی دی.
د افغانستان
کرکټ بورډ ریچارډ پایبس ته ښه راغلاست وایي او د ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه
ورته په نوې دنده کې د بریالیتوب هیله کوي.