هندوکش سټرایکرز لوبډلې د ایکس بُل واخان ملي شل اوریز اتصالات جام سیالیو اتلولي خپله کړه
ملي شل اوریز جام سیالۍ

هندوکش سټرایکرز لوبډلې د ایکس بُل واخان ملي شل اوریز اتصالات جام سیالیو اتلولي خپله کړه

د ایکس بُل - واخان ملي شل اوریزه اتصالات جام لوبې چې د کندز په کوربتوب پیل شوي وې، اتلولي یې د اسحاق رحیمي په لوبډلمشرۍ کې هندوکش سټرایکرز لوبډلې وګټله. دوی ته په پایلوبه کې پامیر لیجنډز ۹۸ منډې هدف ټاکلی و چې د لوبې په وروستي اور کې یې د ۹ ویکټو په تاوان ترلاسه کړی.

د لوستلو وخت: ~6 دقیقې

د ایکس بُل - واخان ملي شل اوریزه اتصالات جام لوبې چې د کندز په کوربتوب پیل شوي وې، اتلولي یې د اسحاق رحیمي په لوبډلمشرۍ کې هندوکش سټرایکرز لوبډلې وګټله. دوی ته په پایلوبه کې پامیر لیجنډز ۹۸ منډې هدف ټاکلی و چې د لوبې په وروستي اور کې یې د ۹ ویکټو په تاوان ترلاسه کړی. د ایکس بُل - واخان ملي شل اوریزه اتصالات جام لوبې د جون میاشتې پر ۲۸مه پیل شوي وې، چې پامیر لیجنډز، هندوکش سټرایکرز، ماهیپر ستوري او میوند اتلان لوبډلو پکې ګډون کړی و.

 د ایکس بُل - واخان ملي شل اوریزه اتصالات جام لوبو کې هندوکش سټرایکرز، پامیر لیجنډز، ماهیپر ستوري او میوند اتلان لوبډلو برخه اخیستې وه، چې هندوکش د خپلو ټولو شپږ واړو لوبو په ګټلو او پامیر لیجنډز په دریو بریاو خان تر پایلوبې ورساوه. په نورو لوبډلو کې ماهیپر ستوري دوه او میوند اتلانو یوه بریا خپله کړه.

د پایلوبې پچه د پامیر لیجنډز لوبډلې وګټله او لومړی یې د هندوکش سټرایکرز لوبډلې پر وړاندې د توپوهنې پرېکړه وکړه. یادې لوبډلې د نور الرحمن د ۳۱ منډو پر مټ یوازې د ۹۸ منډو هدف وټاکه. بلخوا د هندوکش سټرایکرز په ګټه عبدالله تره خېل، طارق ستانکزي او دولت ځدراڼ هر یوه ۲ ویکټې ترلاسه کړې.

هندوکش سټرایکرز لوبډلې د پامیر لیجنډز لوبډلې ټاکلی هدف د لوبې په وروستي اور کې په داسې حال کې ترلاسه کړی، چې ۹ لوبغاړي یې له لاسه ورکړي وه او د لوبې یو توپ پاتې وو. د هندوکش په توپوهنه کې ذبید اکبري تر نورو زیاتې ۲۶ منډې ترسره کړې. بلخوا بیا د پامیر په ګټه محمد الله لوګري، عرب ګل مومند او بلال سمیع هر یوه ۲ ویکټې په خپل نوم کړې.

د لوبې په وروستیو شېبو کې د غوره لوبغاړو او د اتلې لوبډلې د اعلان په مراسمو کې دولت ځدراڼ د لوبې د غوره لوبغاړي، جایزه خپله کړه. په نورو جایزو کې ذبید اکبري په ۱۶۷ منډو د غوره توپوهونکي، یما عرب په ۱۱ ویکټو د مخکښ توپ اچوونکي، عظیم ځدراڼ په ۹ ویکټو د لوبو د ځوان لوبغاړي او فرمان الله ساپي په ۱۶۲ منډو او ۳ ویکټو د سیالیو د تر ټولو غوره لوبغاړي جایزې ترلاسه کړې.

باید وویل شي چې د ایکس بُل - واخان ملي شل اوریزه اتصالات جام لوبې د ځوانو لوبغاړو د ځلېدا او غوړېدا لپاره غوره فرصت و چې له مخې به یې راتلونکو سترو سیالیو ته لار ومومي. همد اراز د ویل ده چې د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د کورني کرکټ سترې شپږیزه کرکټ لیګ به د روانې جولای میاشتې پر ۱۹مه په کابل کرکټ لوبغالي کې پیل شي.
 

ملاتړ کوونکي او همکاران