د اي انډ وړاندې کوونکې میرویس نیکه درې ورځنۍ سوپر کولا سیالیو په لړ کې د بست او سپین غر زونونو او مس عینک او مو زونونو تر منځ لوبې چې پنجشنبه پیل شوي وې بې پایلې پای ته ورسېدې.
د مس عینک او امو زونونو تر منځ لوبه چې د
پنجشنبې پر ورځ د هلمند په کرکټ لوبغالي کې پیل شوه، د لوبې پچه مس عینک لوبډلې
وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
مس عینک په خپلې لومړۍ پاڼۍ کې د یونس ځدراڼ
۱۰۲، مبین بختیار ۵۸ او نصیرالله ۴۶ منډو پر مټ ۳۱۷ منډې ترسره کړې. بلخوا د امو
زون لوبډلې په توپ اچونه کې خیرمحمد علیزي ښکلې توپ اچونه وکړه او ۴ لوبغاړي یې د
لوبې له ډګره بهر کړل.
د مس عینک زون لوبډلې د ۳۱۷ منډو په ځواب کې امو زون لوبډلې په خپلې پاڼۍ کې ۳۲۶
منډې جوړې کړې او د ۹ منډو مخکیوالی یې ترلاسه کړی. د دوی په توپوهنه کې محبوب
تسکین ۱۶۰ ناسوځېدلي او جاوید احمدزي ۹۰ منډې جوړې کړې. دغه راز د مس عینک په ګټه
محمد الله لوګري ۲ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړل.
د لوبې په دریمه پاڼۍ کې مس عینک لوبډلې ۲۷۱ منډې جوړې کړې چې د ۲۶۲ منډو په
مخکیوالي سره یې د دواړو لوبډلو په موافقې لوبه بې پایلې اعلان کړه. د مس عینک
توپوهنه کې یونس ځدراڼ ۷۷ ناسوځېدلي، اصغر اتل ۶۳ او مبین بختیار ۳۵ منډې جوړې
کړې. بلخوا د امو لوبډلې په ګټه خیرمحمد علیزي ۵
لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړل.
د لوبې په وروستیو کې د امو زون لوبډلې
توپوهونکی محبوب تسکین په ۱۶۰ ناسوځېدلو منډو جوړولو سره د لوبې غوره لوبغاړی
ونومول شو.
د بست او سپین غر زونونو تر منځ لوبه چې د
کندهار کرکټ لوبغالي پیل شوې وه د لوبې په وروستۍ ورځ پرته له کومې پایلې ختمه
شوه. دغه لوبه کې لومړی بست لوبډلې توپوهنه وکړه، چې خپله پاڼۍ کې یې د علي احمد
ناصر ۱۰۷، عزیزالله میاخېل ۶۳، نعمان شاه ۴۲ او فضل الحق ۳۳ منډو پر مټ ۳۱۹ منډې
جوړې کړې. د سپین غر توپ اچونه کې ابوذر ساپي ۵ او قمر شمس ۴ لوبغاړي د لوبې له
ډګره بهر کړل.
د بست لوبډلې د ۳۱۹ منډو ځواب کې سپین غر
لوبډلې ۳۶۸ منډې جوړې کړې. د یادې لوبډلې په ګټه عثمان نوري ۶۳، مجید عالم ۶۲،
جلات موسی زي ۵۷، شوکت زمان ۴۴ او ابوذر ساپي ۴۲ منډې ترسره کړې. د ویلو ده چې د
بست لوبډلې توپ اچوونکو کې احمدولي سیال ښکلې توپ اچونه ترسره کړه او ۷ ویکټې یې
په خپل نوم کړې.
د لوبې په دریمه پاڼۍ کې بست لوبډلې ۴۲۳ منډې
جوړې کړې خو لوبه د دریمې ورځي په پای ته رسېدو سره بې پایلې شوه. د بست په
توپوهنه کې عزیزالله میاخېل ۱۱۰ ناسوځېدلي، علي احمد ناصر ۹۳، بلال احمد ترین ۶۱
او نعمان شاه ۵۶ منډې جوړې کړې. بلخوا د سپین غر په ګټه حیات الله نوري ۴ ویکټې
ترلاسه کړې.
د لوبې په وروستیو شېبو کې د بست لوبډلمشر
علي احمد ناصر د ۱۰۷ او ۹۳ منډو په جوړولو سره د لوبې غوره لوبغاړی شو.
د یادونې وړ ده، چې د اي انډ وړاندې کوونکې
میرویس نیکه درې ورځنۍ سوپر کولا سیالیو په روان بهیر کې به د دوشبنې په ورځ بندامیر
د سپین غر پر وړاندې په هلمند کرکټ لوبغالي کې او بست د مس عینک پر وړاندې په کندهار
کرکټ لوبغالي کې د لوبې ډګر ته ښکته شي.