کټګورۍ
د خبرونو پلټنه
خبرونه
ماهیپر ستورو لوبډلې د نهم پړاو فرسټ کلاس سیالیو اتلولي په خپل نوم کړه
ماهیپر ستورو لوبډلې د نهم پړاو اي انډ وړاندې کوونکو احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس سوپرکولا سیالیو په پایلوبه کې هندوکش سټرایکرز لوبډلې ته د ۲۰۳ منډو په توپیر ستره ماتې ورکړه.
OCTOBER 12, 2026د متحده عربي اماراتو په نړیوال شل اوریز خصوصي لیګ کې ۲۵ افغان لوبغاړي اخیستل شوي دي
د متحده عربي اماراتو کرکټ بورډ له افغانستان کرکټ بورډ سره د خپلې ستراتېژیکې همکارۍ له لارې د DP World ILT20 د پنځم پړاو په شپږو فرنچایزي یا امتیاز لرونکو لوبډلو کې د ۲۵ افغان لوبغاړو ګډون تضمین کړی دی. دغه ټاکنې یا د لوبغاړو دومره ستره کچه خپلونه د دواړو بورډونو ترمنځ د افغان لوبغاړو د ګډون په اړه د هوکړه شوو تعهداتو له مخې ترسره شوې دي.
OCTOBER 5, 2026