د بند امیر زون لوبډلې نن د یوې خورا هر اړخیزې او په زړه پورې لوبې په پایله کې د سپین غر زون لوبډلې ته د ۷۶ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د زونونو په کچه روانو اي انډ جام لېسټ اې – یو ورځنیو سیالیو کې یې خپله دویمه پرلپسې بریا خپله کړه.
د دغې لوبې پچه د سپین غر زون لوبډلې وګټله
او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. بند امیر زون لوبډلې د اعجاز احمدزي، حسن عیسی خېل،
حشمت الله شهیدي او شمس الرحمن د نیمه سلیزو پرمټ په لومړۍ پاڼۍ کې د خپلو ۴ لوبغاړو
په زیان سره ۲۷۷ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۲۷۸ منډو
هدف وټاکه. د دغې لوبې د لومړۍ پاڼۍ انځورونه دلته کتلی شئ. اعجاز احمدزي ۷۹*، حسن
عیسی خیل ۷۱، حشمت الله شهیدي ۵۵ او شمس الرحمن ۵۱* ناسوځېدلې منډې جوړې کړې. له
بلې خوا د سپین غر زون په ګټه یمین احمدزي دوه، محمد ابراهیم او فرید احمد ملک
یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.
د بند امیر زون لوبډلې له غوره توپوهنې وروسته د لوبې په دویمه پاڼۍ کې ښه
توپ اچونه هم وکړه او د سپین غر زون لوبډلې ته یې د ۷۶ منډو
په توپیر ماتې ورکړه. په دې سره دغې لوبډلې د زونونو په کچه اي انډ جام لېسټ اې - یو
ورځنیو سیالیو کې پرلپسې دویمه بریا خپله کړه. د دغې لوبډلې په ګټه په توپ اچونه
کې قیس احمد او ننګیال خروټي هر یوه ۳، خلیل احمد دوه او فریدون داودزي یوه ویکټ
ترلاسه کړه. له بلې خوا د سپین غر په ګټه بهیر شاه محبوب ۸۱، اکرام علي خېل ۳۷ او
عصمت عالم ۲۷ منډې جوړې کړې خو لوبډله یې تر بریا ونه رسوله او په ۷۶ منډو یې ماتې
ومنله. اعجاز احمدزی د خپلې غوره توپوهنې پرمټ د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د سیالیو په څلورمه ورځ به د مس عینک زون لوبډله د بست زون لوبډلې پر
وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.