د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي شل اوریزه سیالیو په لړ کې نن هم څلور لوبې ترسره شوې. د یادو لوبو په لړ کې د کندهار کرکټ لوبغالي کې خوست-ب د ۸ ویکټو په توپیر چېرمېن ایلېون، د کندهار قریشي لوبغالي کې ډومیسټیک ایلېون-۲ د ننګرهار، د ننګرهار غازي امان الله خان لوبغالي کې کابل دالف د اي سي بي ایلېون او د ننګرهار په نجیب الله تره کي لوبغالي کې ډومیسټیک ایلېون د پکتیکا لوبډلې له ماتې سره مخ کړې.
باید وویل شي چې په کندهار کې د چېرمېن
ایلېون او ډومیسټیک ایلېون-۲ او د کندهار الف او خوست-ب لوبډلو لوبې چې تېره ورځ د
باران له امله ځنډول شوې وې، نن بشپړې شوې.
په کندهار کرکټ لوبغالي کې د خوست-ب او
چېرمېن ایلېون لوبډلو تر منځ د نن لوبه کې لومړی چېرمېن ایلېون توپوهنه وکړه. دوی
په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د ۷ ویکټو په تاوان د ۱۴۷ منډو هدف وټاکه. د یادې
لوبډلې توپوهنه کې مرادعلي مراد ۷۳ او محمد علي ۲۲ منډې جوړې کړې. بلخوا د خوست-ب
لوبډلې توپ اچونه کې نسیم منګل ۳، حسیب الله لکڼوال او هاشم خان ۲-۲ ویکټې په خپل
نوم کړې.
د چېرمېن ایلېون لوبډلې هدف خوست-ب لوبډلې د
لوبې په ۱۹م اور کې د ۲ ویکټو په تاوان ترلاسه کړی. د یادې لوبډلې په ګټه اصغر اتل
۵۸ او رحمن ریحان ۵۶ منډې جوړې کړې. د چېرمېن ایلېون توپ اچوونکو کې لطف الله او
محمد علي ۱-۱ ویکټ ترلاسه کړه.
د لوبې په وروستیو کې د خوست-ب لوبډلې پیلیز
توپوهونکی رحمن ریحان په ۵۶ منډو جوړولو د لوبې غوره لوبغاړی شو.
د کندهار په قریشي لوبغالي کې بیا ډومیسټیک
ایلېون-۲ په ۲۰ منډو د ننګرهار لوبډلې ته ماتې ورکړه. دغه لوبه کې ډومیسټیک
ایلېون-۲ لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او د ۱۴۳ منډو هدف یې وټاکه. د ډومیسټیک
ایلېون-۲ په توپوهنه کې علي احمد ناصر ۳۹، سهراب امیري ۳۴ او عزت فاروقي ۳۱ منډې
جوړې کړې. د ننګرهار په توپ اچونه کې سهیل زلمي ۳، ظاهر شېرزاد او یما عرب ۲-۲
ویکټې ترلاسه کړې.
د ډومیسټیک ایلېون-۲ لوبډلې د هدف په ځواب کې
ننګرهار لوبډلې د ټولو ویکټو په تاوان ۱۲۲ منډې جوړې کړې. د یادې لوبډلې لپاره عثمان
نوري ۵۰ او سلمان مومند ۲۲ منډې جوړې کړې. باید وویل شي چې د ډومیسټیک ایلېون-۲
توپ اچوونکو کې محمد ګل علیزي، حمید هوتک، عرب ګل مومند او سید جلال هاشمي ۲-۲
لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړل.
د ډومیسټيک ایلېون-۲ لوبډلې توپ اچوونکی سید
جلال هاشمي د ۶ منډو بدل کې د ۲ مهمو ویکټو په ترلاسه کولو سره د لوبې غوره
لوبغاړی شو.
د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې
بیا کابل الف لوبډلې د اي سي بي ایلېون لوبډلې ته ماتې ورکړه. دغه لوبه کې اي سي
بي ایلېون لوبډلې لومړی د نصرالله ترکمن ۳۱، صدیق باچا ۲۶ او صادق شاه ۲۴ منډو پر
مټ د ۱۲۷ منډو هدف وټاکه. د کابل الف لوبډلې توپ اچونه کې سید خان ۴، سید احمد شېرزاد
او مسلم موسی هر یوه ۲ ویکټې په خپل نوم کړې.
د اي سي بي ایلېون لوبډلې هدف کابل الف
لوبډلې د لوبې په ۱۷م اور کې د ۳ ویکټو په تاوان ترلاسه کړی. د دوی توپوهونکو کې
محمد هارون تر نورو زیاتې ۸۵ ناسوځېدلي منډې جوړې. د اي سي بي ایلېون توپ اچونه کې
بیا فرهاد علي، اعجازالحق نورزي او ابوذر ساپي ۱-۱ ویکټ ترلاسه کړه.
د کابل الف لوبډلې پیلیز توپوهونکی محمد
هارون د یادې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه په خپل نوم کړه.
د ننګرهار په نجیب الله تره کي لوبغالي کې
بیا ډومیسټیک ایلېون په ۱۲۶ منډو توپیر د پکتیکا لوبډلې ته ماتې ورکړه. دغه لوبه
کې لومړی ډومیسټيک ایلېون توپوهنه وکړه او ۲۰ اورونو کې یې د ۱۷۹ منډو هدف وټاکه.
د دوی توپوهنه کې جاوید احمدزي ۴۲، محمد ریاض ۳۹ او ادریس نیازي ۳۵ منډې جوړې کړې.
د پکتیکا توپ اچونه کې محمد عالم ۲ ویکټې ترلاسه کړې.
د ډومیسټیک ایلېون لوبډلې د هدف ځواب کې
پکتیکا لوبډلې د ټولو ویکټو په تاوان یوازې ۵۲ منډې جوړې کړې. د یادې لوبډلې
توپوهنه کې سیف الله تر نورو زیاتې ۱۷ منډې جوړې کړې. د ډومیسټیک ایلېون لوبډلې په
ګټه بیا صابر بهرامي ۴، خیرمحمد علیزي ۳ او محمد نبي ۲ ویکټې ترلاسه کړې.
د ډومیسټيک ایلېون لوبډلې لوبغاړی صابر
بهرامي د ۴ ویکټو په ترلاسه کولو د لوبې غوره لوبغاړی شو.
په کندهار کرکټ لوبغالي کې د چېرمېن ایلېون
او ډومیسټیک ایلېون-۲ لوبډلو تر منځ لوبه چې تېره ورځ د باران له امله لومړی ۹
اورونو ته راکمه او بیا تر ۶ اورونو وروسته د باران له امله ځنډول شوې، نن پکې
چېرمېن ایلېون په ۶ ویکټو بریا خپله کړه.
دغه لوبه کې ډومیسټیک ایلېون-۲ لوبډلې د ظفر
الوزي ۳۹ او ضیاء الدین شریفي ۱۸ منډو پر مټ د ۷۳ منډو هدف وټاکه. د چېرمېن ایلېون
لوبډلې په توپ اچونه کې محمد علي ۲ ویکټې ترلاسه کړې.
د ډومیسټيک ایلېون-۲ لوبډلې د ۷۳ منډو هدف
چېرمېن ایلېون لوبډلې د لوبې په وروستي نهم اور کې د ۴ ویکټو په تاوان ترلاسه کړی.
د دوی توپوهنه کې محب الله همراز ۲۴ او فرید ځدراڼ ۲۲ منډې جوړې کړې. بلخوا د
ډومیسټيک ایلېون-۲ په توپ اچونه کې حمید هوتک ۲ ویکټې ترلاسه کړې.
د لوبې وروستیو کې د چېرمېن ایلېون لوبډلې
توپوهونکی فرید ځدراڼ د ۲۲ منډو په جوړولو د لوبې غوره لوبغاړی شو.
د کندهار قریشي لوبغالي کې د خوست-ب او
کندهار الف لوبډلو تر منځ لوبه چې تېره ورځ د ورښت له امله ځنډول شوې وه، نن بشپړه
شوه او خوست-ب لوبډلې پکې د ۴ ویکټو په توپیر بریا ترلاسه کړه.
دغه لوبه چې ۱۱ اورونو ته راکښته شوې وه،
کندهار الف لوبډلې پکې د محمد ادریس ۳۶، بشیراحمد ۳۱ او عمران مزاري ۳۰ منډو پر مټ
د ۱۲۱ منډو هدف وټاکه. د خوست-ب لوبډلې توپ اچونه کې نسیم منګل ۳ ویکټې ترلاسه
کړې.
د کندهار الف لوبډلې هدف خوست-ب لوبډلې د
لوبې په وروستي ۱۱م اور کې ترلاسه کړی. د خوست-ب په توپوهونکو کې رحمن ریحان ۴۷ او
خالد تڼیوال ۱۷ منډې ترسره کړې. د کندهار الف لوبډلې په توپ اچوونکو کې عثمان
ابدال ۲ ویکټې په خپل نوم کړې.
د لوبې په وروستیو کې د خوست-ب لوبډلې
توپوهونکی رحمن ریحان په ۴۷ منډ جوړولو سره د لوبې غوره لوبغاړی شو.
د یادونې وړ ده، چې د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي شل اوریزه سیالیو په
دوام به سبا ۱۱:۰۰ بجې د کندهار کرکټ لوبغالي کې ننګرهار د کندهار
الف، د کندهار قریشي لوبغالي کې لوګر د ډومیسټیک ایلېون-۲، د ننګرهار
په غازي امان الله خان لوبغالي کې کابل الف د پکتیکا او د ننګرهار نجیب الله تره
کي لوبغالي کې اي سي بي ایلېون د خوست لوبډلو پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته
شي.