پوره چمتووالی مو نیولی دی، تمه لرو چې لوبډله ښې لوبې وکړي – رییس خان احمدزی
مرکې

پوره چمتووالی مو نیولی دی، تمه لرو چې لوبډله ښې لوبې وکړي – رییس خان احمدزی

د افغانستان کرکټ بورډ د رسنیو څانګې د هېواد د نولس کلنې کرکټ ملي لوبډلې له مشر روزونکي رییس خان احمدزي سره د لوبډلې د روانو تمریناتي کمپونو او راتلونکو سترو سیالیو په اړه مرکه کړې ده چې تاسې یې لوستلو ته را بولو.

د لوستلو وخت: ~7 دقیقې

۱:         که په ټوله کې د لوبډلې د روان تمریناتي کمپ په اړه راته ووایاست، څو لوبغاړو پکې ګډون درلود او څومره لوبغاړي به ترې د راتلونکو سیالیو لپاره وټاکئ؟

ځواب: «د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو غوراوي کمېټې، د یوې اوږدې پروسې په ترڅ کې چې د نولس کلنو لوبغاړو له تېر نړیوال جام څخه پیل شوې وه، موږ ته له ۱۰۰ ډېر لوبغاړي را وپېژندل، بیا یې په مسلسل ډول موقع ورته مساعدې کړې، له هر اړخه یې وکتل او څو پړاوه تمرینات یې ورته ترسره کړل. اوسمهال په روان یو-میاشتني تمریناتي کمپ کې له موږ سره ۲۶ لوبغاړي موجود دي چې له منځه به یې د لوبغاړو د غوراوي کمېټه د راتلونکو دوه سترو ټورنمنټونو لپاره لوبډلې ته ۲۴ لوبغاړي ټاکي چې په راتلونکو دواړو سترو ټورنمنټونو کې له لوبډلې سره مل وي.»

۲:         نولس کلنې لوبډلې له دې کمپ وړاندې هم ګڼ شمېر تمریناتي کمپونه او د بنګله دېش سفر کړی دی، راتلونکو سیالیو ته یې چمتووالی څرنګه ارزوئ؟

ځواب: «بنګله دېش ته مو په خورا سختو شرایطو کې سفر وکړ، پوره تیاریانې مو نه درلودې او په ناڅاپي ډول سفر برابر شو، خو نتیجه یې ډېره ښه وه او لوبغاړو هم ښې لوبې وکړې. هېواد ته له بیاځلې راتګ سره مو د لوبغاړو پر نیمګړتیاو کار وکړ، ټولو لوبغاړو د روزونکو تر څارنې لاندې خورا ښه تمرینات ترسره کړل، له هغوی سربېره موږ ته نور ډېر ښه لوبغاړي په لاس راغلل چې په راتلونکي کې به ترې د هېواد په استازولۍ کې کار اخلو. لوبډله په بشپړ ډول چمتو ده او زه باوري یم چې په راتلونکو اسیایي او نړیوالو سیالیو کې به د هېواد لپاره ښې لوبې کوي او هېوادوالو ته به خوښي ور په برخه کوي.»

۳:         د لوبډلې د چټکې توپ اچونې په اړه راته ووایاست، څومره یې په اړه ډاډه یاست چې په راتلونکو سیالیو کې به ښه وځلیږي؟

ځواب: «په اوسنۍ نولس کلنه لوبډله کې له موږ سره ۳-۴ داسې توپ اچوونکي شته چې په همدې کم عمر کې هم په ساعت کې له ۱۳۵ کیلو متره زیات سرعت سره توپ اچونه کوي، له دوی سره به نور کار هم کېږي او د فضل الحق، عبدالرحمن او یو شمېر نورو لوبغاړو په څېر به دوی هم په راتلونکي کې د هېواد د ملي لوبډلې د چټکې توپ اچونې د ستونزې په هوارولو کې رول ولوبوي.»

۴:         د لوبغاړو فټنېس یا تکړښت څنګه دی؟ ځوان لوبغاړي خو باید له همدې وخته په ښه فټنېس لرلو او ساتلو عادت شي، د دې لوبغاړو د فزیکي فټنېس په اړه راته وویاست چې څه ډول دی؟

ځواب: «د فټنېس له اړخه هر ځوان لوبغاړی په دې عمر کې جوړ وي، خو له تخنیکي اړخه یې جوړول ضرور دي او په دې برخه کې د لوبډلې ټرېنر یا روزونکی ډېره خواري کوي، لوبغاړو سره کار کوي. پخوا به زیات شمېر لوبغاړي زموږ د فټنېس ازموینو کې ناکامېدل، خو له نېکه مرغه زموږ په تېره ازموینه کې ټول لوبغاړي کامیاب شول. له دې معلومیږي چې دغه لوبغاړي ټول د فټنېس په اهمیت باندې پوه شوي دي او د فټنېس له اړخه ځانونه فیټ ساتي چې بیا په توپوهنه، توپ اچونه او ډګرساتنه کې ورسره ډېره مرسته کوي.»

۵:         د یادې لوبډلې د توپوهنې اړخ څنګه دی؟ د بنګله دېش په سفر کې مو د توپوهنې په ډګر کې یو شمېر ستونزې لرلې، اوس د لوبډلې توپوهنې ته څنګه ګورئ؟

ځواب: « توپوهنه په وېکټو پورې اړه لري، په ښو وېکټو ښه توپوهنه کېږي، خو په ستونزمنو وېکټو بیا ډېرې منډې نه جوړیږي. زموږ د توپوهنې برخه ښه ده، بنګله دېش کې وېکټې سختې وې، هلته د هغوی خپلو لوبغاړو هم ښه توپوهنه ونکړه او په دې برخه کې یې ستونزې لرلې. زموږ ستونزه دا وه چې ډاټ بالونه به ډېر راتلل، خو په دې کمپ کې موږ په دې برخه ډېر کار وکړ، په سټرایک روټېشن، په یوې او دوو منډو مو هم له لوبغاړو سره کار وکړ او د همدې یوې او دوه منډو په اهمیت مو پوه کړل، همدارنګه مو له تخنیکي اړخه ډېر کار پرې وکړ او باوري یم چې زموږ د توپوهنې برخه به هم په راتلونکو سیالیو کې ډېره پیاوړې وي.»

۶:         راتلونکو دوه میاشتو کې دوه ستر ټورنمنټونه په لاره دي، اسیا جام او نړیوال جام؛ تاسو لوبډلې سره له ډېره وخته پاتې شوي یاست، څه فکر کوې چې لوبډله به مو کوم ځای ته ورسیږي؟

ځواب: «موږ پوره تیاریانې نیولې دي، راتلونکی اسیا جام په عربي اماراتو کې ترسره کېږي چې هلته وېکټې له سپنرانو سره مرسته کوي او زموږ لپاره برابر دي ځکه چې موږ کار ورسره کړی دی او همدې ډول حالاتو ته مو چمتو کړې دي چې ان شاءالله نتیجه به یې ډېره ښه وي. په لومړي ګروپ کې د سیالیو ګټل ډېر اړین وي چې د مخکې تګ لپاره موږ ته لاره اسانوي. همدارنګه په نړیوال جام کې چې په ویسټ انډیز کې به ترسره کېږي، هم به وېکټې د ورو بالرانو په ګټه سازګاریږي چې موږ له وړاندې ورته ډېر کار کړی دی. د دې ترڅنګ مو له توپوهونکو سره هم د سپنرانو په لوبولو کې ډېر کار کړی دی چې په کوم ډول یې ولوبوي. په نړیوال جام کې به زموږ هدف د څلورو غوره لوبډلو پړاو ته وتل وي چې بیا د یوې ښې لوبې په کولو سره پایلوبې ته وتلی شو.»

 

د یادونې وړ ده چې که د لوبغاړو د وېزو په برخه کې کومه ستونزه رامنځته نشوه نو د افغانستان کرکټ بورډ به هڅه کوي چې نولس کلنه ملي لوبډله له سیالیو وړاندې عربي اماراتو یا هم قطر هېواد ته ولېږي چې هلته هم له هوا سره بلد شي او هم اړین تمرینات ترسره کړي، خو که په دې برخه کومه ستونزه راولاړیږي او وېزې په ټاکلي وخت نه ترلاسه کېږي نو بیا به د اوسني کمپ له پای ته رسېدو سره سم په هېواد کې بل کمپ ترسره کېږي چې لوبغاړي په کور پاتې نشي او راتلونکو سترو سیالیو ته د لا ښه چمتووالي په موخه ډېر تمرینات ترسره کړي.

ملاتړ کوونکي او همکاران