Amo and Speenghar defeated Band-e-Amir and Boost respectively on Day 5 of NT20 Cup
Domestic
28 min

Amo and Speenghar defeated Band-e-Amir and Boost respectively on Day 5 of NT20 Cup

د ملي شل اوریز جام سیالیو په اوومه لوبه کې امو لوبډلې بند امیر او اتمه کې سپین غر لوبډلې مس عینک ته ماتې ورکړې

28 min

د اي انډ جام- امید وطن ملي شل اوریزو سوپرکولا سیالیو په پنځمه ورځ هم په کندز کرکټ لوبغالي کې دوه سیالۍ ترسره شوې چې په نهمه لوبه کې امو لوبډلې د سپین غر لوبډلې ته د ۴ منډو په توپیر اوپه لسمه لوبه کې بند امیر لوبډلې د ۸ وېکټو په توپیر د بست زون لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د ورځې د لومړۍ لوبې پچه سپین غر لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. په دې سره لومړۍ توپوهنه امو لوبډلې ترسره کړه او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې سپین غر لوبډلې ته د ۵ وېکټو په تاوان د ۱۶۴ منډو هدف وټاکه. د دوی په توپوهنه کې طارق ستانکزي ۵۲ او اعجاز احمد ۴۲ منډې جوړې کړې.

بل لوري ته سپین غر لوبډلې ته په توپ اچونه کې روح الله عرب ښه توپ اچونه وکړه او ۲ وېکټې یې ترلاسه کړې.

د امو د ۱۶۴ منډو په تعقیب سپین غر لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ وېکټو په تاوان ۱۵۹ منډې جوړ کړې او د ۴ منډو په توپیر یې لوبه امو لوبډلې ته وبایلله. سپین غر لپاره توپوهنه کې اکبر موسی ۷۳ او محمد اسحاق ۳۵ منډې جوړې کړې خو ونتوانېدل چې د امو هدف ته ځان ورسوي او لوبه یې د ۴ منډو په توپیر امو لوبډلې ته وبایلله.

بل لوري ته امو لوبډلې لپاره توپ اچونه کې سیدجلال هاشمي ۲ وېکټې ترلاسه کړې او د لوبې وروستي اور کې یې د خپلې لوبډلې له هدف څخه غوره دفاع وکړه.

د امو لوبډلې توپوهونکی طارق ستانکزی د ۵۱ منډو په جوړولو د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د ورځې په دویمه لوبه کې د بند امیر لوبډلې بست لوبډلې ته د ۸ وېکټو په توپیر ستره ماتې ورکړه. د دغې لولې پچه د بست لوبډلې وګټله او لومړی یې خپله د توپوهنې پریکړه وکړه چې په ټاکلو شل اورونو کې يې د ۶ وېکټو په تاوان سیالې بند امیر لوبډلې ته د ۱۶۵ منډو هدف وټاکه. بست لوبډلې ته توپوهنه کې سیف ننګیال ۴۹ او عزیز میاخیل ۴۲ منډې جوړې کړې. بل لوري ته بند امیر لپاره توپ اچونه کې لیس لونګ دوه وېکټې ترلاسه کړې.

بند امیر د بست د ۱۶۵ منډو هدف په شپاړلسم اور کې د دوه وېکټو په تاوان پوره کړ. د بند امیر لپاره لوبډلمشر حضرت الله ځاځي د یوې زبردستې پاڼې پر مټ په ۴۸ توپونو چټکه سلیزه ترسره کړه چې پکې ۱۱ شپږیزې او ۲ څلوریزې شاملې وې او له امله یې بند امیر لوبډلې د ۸ وېکټو په توپیر بست لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه.

د بست لپاره توپ اچونه کې امیر حمزه او عبدالله تره خېل هر یو یوه وېکټ ترلاسه کړه.

د بند امیر لوبډلې لوبډلمشر حضرت الله ځاځی چې د ملي شل اوریز جام سیالیو د سږنې پړاو لومړۍ سلیزه یې ترسره کړه، د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د یادونې وړ ده چې سبا پنجشنبه چې د می میاشتې ۷مه نېټه ده، په اي انډ جام – امید وطن ملي شل اوریزو سوپرکولا سیالیو کې د دمې ورځ ده او د مهالویش سره سم به د جمعې په ورځ بیا هم په کندز کرکټ لوبغالي کې دوه سیالۍ ترسره کیږي.

 

 

 

 

Amo and Speenghar defeated Band-e-Amir and Boost respectively on Day 5 of NT20 Cup

On the fifth day of the e& National T20 Cup, Powered by SuperCola, two matches were played at the Kunduz Cricket Ground. In the ninth match, Amo defeated Speenghar by 4 runs, and in the tenth match, Band-e-Amir defeated Bost by 8 wickets.

In the first match of the day, Speenghar won the toss and chose to bowl first. Amo batted first and set a target of 164 runs, losing 5 wickets in their 20 overs. Tariq Stanikzai scored 52, and Ejaz Ahmad added 42. For Speenghar, Rohullah Arab bowled well and took 2 wickets.

In pursuit of 164, Speenghar managed to score 159 runs for the loss of 6 wickets in their allotted 20 overs, falling short by 4 runs. Akbar Musazai top-scored with 73, and Mohammad Ishaq made 35, but they could not reach Amo’s target. For Amo, Sayed Jalal Hashimi took 2 wickets and made an excellent effort in the final over to defend team’s total.

Amo’s batter Tariq Stanikzai, with 51 runs, was named Player of the Match.

In the second match of the day, Band-e-Amir handed Bost a crushing 8-wicket defeat. Bost won the toss and chose to bat first. They set a target of 165 runs, losing 6 wickets in their 20 overs. Saif Nangyal made 49 runs, and Aziz Mikhail scored 42. For Band-e-Amir, Lais Lawang took 2 wickets.

Band-e-Amir successfully chased down the 165-run target in the 16th over, losing 2 wickets. Hazratullah Zazai, the captain, played a stunning knock of 48 balls, scoring a rapid century, including 11 sixes and 2 fours. His blistering innings led Band-e-Amir to an 8-wicket victory over Bost.

For Bost, Amir Hamza and Abdullah Tarakhil each took 1 wicket.

Hazratullah Zazai, who scored the first century of this year’s National T20 Cup, was named Player of the Match.

Annual Report

It’s worth noting that tomorrow, Thursday, May 7th, is a rest day in the e& National T20 Cup, Powered by SuperCola, and according to the schedule, two more matches will be played at the Kunduz Cricket Ground on Friday.

 

SPONSORS & PARTNERS