On Day 4 of National T20 Cup, Amo defeated Band-e-Amir, while Speenghar beat Mis-e-Ainak
Domestic
10 min

On Day 4 of National T20 Cup, Amo defeated Band-e-Amir, while Speenghar beat Mis-e-Ainak

د ملي شل اوریز جام سیالیو په اوومه لوبه کې امو لوبډلې بند امیر او اتمه کې سپین غر لوبډلې مس عینک ته ماتې ورکړې

10 min

د اي انډ جام- امید وطن ملي شل اوریزو سوپرکولا سیالیو په څلورمه ورځ هم په کندز کرکټ لوبغالي کې دوه سیالۍ ترسره شوې چې په اوومه لوبه کې امو لوبډلې د بند امیر لوبډلې ته د ۵ وېکټو په توپیر ماتې ورکړه او په اتمه سیالۍ کې د یوې زړه راښکونکې لوبې وروسته سپین غر لوبډلې د ۱۱ منډو په توپیر د مس عینک زون لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د ورځې د لومړۍ لوبې پچه امو لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. په دې سره لومړۍ توپوهنه بند امیر لوبډلې ترسره کړه او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د ۷ وېکټو په تاوان سیالې امو لوبډلې ته د ۱۴۰ منډو هدف ورکړ چې پر ګټه یې ترټولو ډېرې منډې هارون خان ۶۱ ترسره کړې. بل لوري ته د امو لوبډلې په ګټه حفیظ ځدراڼ ۴ او فهیم قاسمي ۳ وېکټې ترلاسه کړې.

د بند امیر لوبډلې د ۱۴۰ منډو هدف امو لوبډلې د لوبې په ۱۹ اور کې د ۵ وېکټو په تاوان پوره کړ چې په توپوهنه کې ورته محمد اکرم ۴۳ او ادم خان ۴۲ منډې جوړې کړې او لوبه یې د ۵ وېکټو په توپیر وګټله. بند امیر لوبډلې ته په توپ اچونه کې عبدالله احمدزي او اظهارالحق نوید هر یوه ۲ او مسلم موسی یوه وېکټ ترلاسه کړه.

د امو لوبډلې ورو توپ اچوونکی حفیظ ځدراڼ چې په خپلو ۴ اورونو کې یې د ۱۹ منډو په ورکولو سره د سیالې بند امیر لوبډلې ۴ لوبغاړي اوټ کړل، د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه په خپل نوم کړه.

د ورځې په دویمه لوبه کې بیا د سپین غر لوبډلې مس عینک لوبډلې ته د ۱۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه. د لوبې پچه مس عینک لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پریکړه وکړه. په همدې اساس لومړۍ توپوهنه سپین غر لوبډلې ترسره کړه او په ټاکلو شلو اورونو کې یې د لوبډلمشر زبید اکبري د ۴۵ او شوکت زمان ۴۲ منډو پر مټ او د ۷ وېکټو په تاوان سیالې مس عینک لوبډلې ته د ۱۷۶ منډو هدف وټاکه. د مس عینک لپاره په توپ اچونه کې نجات مسعود ۳ او نسیم منګل ۲ وېکټې ترلاسه کړې.

مس عینک لوبډلې د سپین غر د ۱۷۶ منډو د هدف په تعقیب کې په وروستي اور په ۱۶۴ منډو خپلې ټولې وېکټې له لاسه ورکړې. که څه هم دوی لپاره رحمن زرمتي زبردسته توپوهنه ترسره کړه او ۹۴ منډې یې جوړې کړې خو بیا هم ونتوانېدل د سپین غر هدف ته ځان ورسوي او لوبه یې د ۱۱ منډو په توپیر وبایلله. سپین غر لوبډلې ته په توپ اچونه کې روح الله عرب او فریدون داودزي مهم رول ترسره کړ او په ترتیب سره یې د لوبې په ۱۹ او ۲۰ اور کې د خپل هدف څخه غوره دفاع وکړه. روح الله عرب ۵ وېکټې او فریدون داودزي یوه وېکټ ترلاسه کړه.

روح الله عرب د خپلې غوره توپ اچونې له امله چې د هیټریک (درې پرلپسې وېکټې) په شمول یې د سیالې لوبډلې ۵ وېکټې ترلاسه کړې، د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.

 

 

 

 

 

 

On Day 4 of National T20 Cup, Amo defeated Band-e-Amir, while Speenghar beat Mis-e-Ainak

On the fourth day of the e& National T20 Cup, Powered by SuperCola, Omid-e-Watan Edition, two matches were played at the Kunduz Cricket Ground. In the seventh match, Amo defeated Band-e-Amir by 5 wickets, and in the eighth match, after an exciting contest, Speenghar defeated Mis-e-Ainak by 11 runs.

In the first match of the day, Amo won the toss and chose to bowl first. Band-e-Amir batted first and scored 140 runs for the loss of 7 wickets in their allotted 20 overs. Haroon Khan was the top scorer with 61 runs. For Amo, Hafeez Zadran took 4 wickets and Fahim Qasimi picked up 3.

In response, Amo chased down the 140-run target in the 19th over with the loss of 5 wickets. Mohammad Akram scored 43 runs and Adam Khan added 42, helping their team secure a 5-wicket victory. For Band-e-Amir, Abdullah Ahmadzai and Izharulhaq Naveed took 2 wickets each, while Muslim Musa claimed 1.

Amo’s fast bowler Hafeez Zadran, who took 4 wickets for just 19 runs in his 4 overs, was named Player of the Match.

In the second match of the day, Speenghar defeated Mis-e-Ainak by 11 runs. Mis-e-Ainak won the toss and opted to bowl first. Speenghar batted first and posted 176 runs for the loss of 7 wickets in 20 overs, powered by 45 runs from captain Zubaid Akbari and 42 from Shawkat Zaman. For Mis-e-Ainak, Najat Masood took 3 wickets and Naseem Mangal claimed 2.

Chasing 176, Mis-e-Ainak were all out for 164 runs in the final over. Although Rahman Zurmatai played an innings of 94 runs, his team fell short and lost the match by 11 runs. For Speenghar, Rohullah Arab and Faridoon Dawoodzai played key roles with the ball, successfully defending the target in the 19th and 20th overs. Rohullah took 5 wickets, while Faridoon picked up 1.

Rohullah Arab was awarded Player of the Match for his outstanding bowling performance of 5-wicket haul, which included a hat-trick too.

 

 

SPONSORS & PARTNERS