افغان اتلانو لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې بریا خپله کړه
نړیوال

افغان اتلانو لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې بریا خپله کړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د یوې بهترینې لوبې په پایله کې بنګله دېش لوبډلې ته د ۵ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او د اتصالات جام یو ورځنیو سیالیو په لوبلړۍ کې یې ۱-۰ مخکېوالی ترلاسه کړ.

د لوستلو وخت: ~8 دقیقې

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د یوې بهترینې لوبې په پایله کې بنګله دېش لوبډلې ته د ۵ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او د اتصالات جام یو ورځنیو سیالیو په لوبلړۍ کې یې ۱-۰ مخکېوالی ترلاسه کړ.

د دغې لوبې پچه سیالې بنګالۍ لوبډلې وګټله او لومړی یې د افغان لوبډلې پر وړاندې د توپوهنې پرېکړه وکړه. افغان لوبډلې د دغې لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د یوې بهترینې توپ اچونې په ترڅ کې سیاله لوبډله په ۲۲۱ منډو له ډګره بهر کړه او د بریا لپاره یې ځان ته د ۲۲۲ منډو هدف وټاکه. د افغان لوبډلې په ګټه راشد خان او عظمت الله عمرزي ۳-۳، غضنفر ۲ او ننګیال خروټي یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ځلانده ستوري راشد خان په یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې ۲۰۰ ویکټې هم بشپړې کړې او لومړنی افغان لوبغاړی شو چې د لوبې په دې بڼه کې ۲۰۰ ویکټې ترلاسه کوي. نوموړي په خپله ۱۱۵مه نړیواله یو ورځنۍ لوبه کې دغه کارنامه ترسره کړه چې پرمټ یې په نړۍ کې شپږم لوبغاړی شو چې د نورو په پرتله په کمو سیالیو کې ۲۰۰ ویکټو ته رسېږي.

د یاد هدف په ځواب کې افغان اتلانو ډېر ښه پیل وکړ او د لومړۍ ویکټې لپاره یې د ۵۲ منډو ملګرتیا وکړه. رحمن الله ګربز او رحمت شاه نیمه سلیزې جوړې کړې او دواړه په ۵۰ منډو له ډګره بهر شول. رحمت شاه ۳۲مه او رحمن الله ګربز خپله ۷مه نیمه سلیزه جوړه کړه.

رحمت شاه زرمتي خپلې نیمه سلیزې ته پر لاره په یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې ۴۰۰۰ منډې هم بشپړې کړې. نوموړي دغه کارنامه په خپله ۱۱۹مه پاڼۍ کې بشپړه کړه او لومړنی افغان لوبغاړی شو چې په نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې ۴۰۰۰ منډې جوړوي.

له دوی وروسته لوبډلمشر حشمت الله شهیدي او عظمت الله عمرزي هم غوره توپوهنه وکړه او افغان لوبډله یې بریا ته ورسوله. عظمت الله عمرزي ۴۰ مندې جوړې کړې او حشمت الله شهیدي په ۳۳ منډو ناسوځېدلی له ډګره بهر شو او افغان لوبډله یې په یاده لوبلړۍ کې لومړۍ بریا ته ورسوله.

عظمت الله عمرزي د درې ویکټو او ۴۰ منډو جوړولو له امله د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. د نوموړي سربېره راشد خان په لومړۍ پاڼۍ کې په ۳ ویکټو سره د لوبې بڼه بدله کړه او د یادې لوبې د بدلوونکي لوبغاړي جایزه یې ترلاسه کړه.

دغه لوبه د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د لوبډلمشر حشمت الله شهیدي لپاره هم ځانګړې وه چې د لوبډلمشر په توګه یې خپله ۵۰مه نړیواله یو ورځنۍ لوبه وه. نوموړی له اصغر افغان وروسته دویم افغان لوبډلمشر شو چې په ۵۰ نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې د افغان لوبډلې د مشرۍ دنده پرمخ وړي.

د نوموړي ترڅنګ دغه لوبه د رحمن الله ګربز پنځوسمه نړیواله یو ورځنۍ او د بشیر احمد افغان لپاره خپله لومړنۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه وه چې ترسره یې کړه.

د یادونې وړ ده چې افغان لوبډله به د راتلونکې شنبې په ورځ د یادې لوبلړۍ په دویمه لوبه کې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

ملاتړ کوونکي او همکاران