د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د اتصالات جام یو ورځنیو نړیوالو سیالیو په وروستۍ لوبه کې بنګله دېش ته د ۲۰۰ منډو په توپیر ستره ماتې ورکړه او د یاده لوبلړۍ یې ۳-۰ په خپل نوم پای ته ورسوله.
د وروستۍ لوبې
پچه یو ځل بیا افغان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه
وکړه. افغان پیلیز توپوهونکو ډېر ښه پیل وکړ او د لومړۍ ویکټې لپاره یې د ۹۹ منډو
ملګرتیا وکړه. له ښه پیل سره سره افغان لوبغاړو په منځنیو اورونو کې ښه توپوهونه
ونکړه او ژر ژر یې خپلې ویکټې له لاسه ورکړې، خو په وروستیو کې محمد نبي بهترینه
توپوهنه وکړه او د افغان لوبدلې پاڼۍ یې په ډېره ښه توګه پای ته ورسوله.
د افغان لوبډلې
په ګټه ابراهیم ځدراڼ یو ځل بیا غوره توپوهنه وکړه او ۹۵ منډې یې جوړې کړې، د
نوموړي ترڅنګ محمد نبي په ۳۷ توپونو د ۴ څلوریزو او ۵ شپږیزو پرمټ ۶۲* ناسوځېدلې
منډې جوړې کړې چې پرمټ یې افغان لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې د خپلو ۹ لوبغاړو په زیان
سره ۲۹۳ منډې جوړې کړې.
د یاد هدف په
دفاع کې افغان لوبغاړو بېسارې توپ اچونه وکړه او د بلال سمیع، راشد خان او عظمت
الله عمرزي د غوره توپ اچونې پرمټ یې سیاله لوبډله یوازې په ۹۳ منډو له ډګره بهر
کړه او د ۲۰۰ منډو په ستر توپیر یې بریا خپله کړه. ځوان او تکړه ښي لاسی چټک توپ اچوونکی بلال سمیع نن د بنګله
دېش پر وړاندې لوبه کې بهترینه توپ اچونه وکړه. نوموړي په ۷.۱ اورونو
کې د ۳۳ منډو په
بدل کې ۵ ویکټې ترلاسه کړې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د نوموړي ترڅنګ راشد خان یو ځل بیا ۳ ویکټې
ترلاسه کړې او په دې سره یې یاده لوبلړۍ کې ۱۱ ویکټې بشپړې کړې. عظمت الله عمرزي د
خپلې بهترینې توپ اچونې په لړ کې نن یو ځل بیا په زړه پورې توپ اچونه وکړه چې پرمټ
یې لومړۍ ویکټ هم ترلاسه کړه او افغان لوبډلې ته یې په دویمه پاڼۍ کې غوره پیل هم
ورکړ.
له بلې خوا ابراهیم ځدراڼ د بنګله دېش پر وړاندې
د اتصالات جام یو ورځنیو سیالیو په لوبلړۍ کې د ۲ نیمه سلیزو
پرمټ او ۷۱ منډو په اوسط سره ۲۱۳ منډې جوړې
کړې او د یادې لوبلړۍ تر ټولو غوره لوبغاړی ونومول شو.
دا په یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې د بنګله دېش
پر وړاندې د افغان اتلانو ۱۱مه بریا وه. دغه راز دا لومړنی ځل و چې افغان لوبډله
سیالې بنګله دېش لوبډلې ته د یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ په ټولو لوبو کې ماتې
ورکوي.
په دې سره د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ د
اتصالات جام شل اوریزو او یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ پای ته ورسېدې، چې ورپسې به
افغان لوبډله زمبابوې ته سفر وکړي او هلته به د روانې اکټوبر میاشتې په ۲۰مه نېټه د
کوربه لوبډلې پر وړاندې یوازېنۍ ټېسټ لوبه پیل کړي.