د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د یوې په زړه پورې او هر اړخیزې لوبې په پایله کې بنګله دېش ته په دویمه یو ورځنۍ نړیواله لوبه کې د ۸۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د اتصالات جام یو ورځنیو سیالیو په لوبلړۍ کې ۲-۰ مخکېوالی ترلاسه کړ.
د دغې لوبې پچه
افغان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه. افغان
اتلانو په دغه لوبه کې ښه پیل ونکړ او یو په بل پسې یې خپل لوبغاړي له لاسه ورکړل.
ابراهیم ځدراڼ یوازېنی لوبغاړی و چې ۹۵ منډې یې جوړې کړې او افغان لوبډله یې ۱۹۰
منډو ته ورسوله.
رحمت شاه د
توپوهنې پرمهال د چپې پښې په پوندۍ کې درد محسوس کړ او نور یې خپلې لوبې ته دوام
ورنکړی شو. د لوبډلې د ډاکټر تر ارزونې وروسته معلومه شوه چې رحمت شاه په دغه لوبه
کې نوره ونډه نشي اخیستی او له یادې لوبې بهر شو.
د دغه هدف په
ځواب کې افغان اتلانو بهترینه توپ اچونه پیل کړه او د راشد خان او عظمت الله عمرزي
د غوره او بېسارې توپ اچونې په پایله کې یې سیاله لوبډله په ۱۰۹ منډو له ډګره بهر
کړه او د ۸۱ منډو په توپیر یې ستره بریا خپله کړه. د افغان لوبډلې په ګټه راشد خان
۵، عظمت الله عمرزي درې او ننګیال خروتي یوه ویکټ ترلاسه کړه.
ابراهیم ځدراڼ
د خپلو ۹۵ منډو پرمټ د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. د نوموړي ترڅنګ راشد خان چې
بهترینه توپ اچونه یې ترسره کړې وه او ۵ ویکټې یې ترلاسه کړې وې، د لوبې د
بدلوونکي لوبغاړي جایزه یې ترلاسه کړه.
دغه لوبه د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د دوه تکړه او ځوان لوبغاړو،
ابراهیم ځدراڼ او عظمت الله عمرزي لپاره ځانګړې وه، ځکه چې دوی دواړو نن د هېواد
په استازیتوب ۱۰۰ نړیوالې لوبې بشپړې کړې.
ابراهیم ځدراڼ له دې وړاندې ۵۵ نړیوالې
شل اوریزې، ۳۷ نړیوالې یو ورځنۍ او ۷ ټېسټ لوبې ترسره کړې وې او نن ورځې لوبه به یې په ټوله کې
۱۰۰مه نړیواله
لوبه شوه چې د هېواد لپاره یې ترسره کړه. له بلې خوا بیا عظمت الله عمرزي له دغې
لوبې وړاندې د هېواد په ګټه ۵۸ نړیوالې شل اوریزې، ۴۰ یو ورځنۍ او یوه ټېسټ لوبه ترسره کړې وه او د بنګله دېش
پر وړاندې دویمه یو ورځنۍ نړیواله لوبه یې په ټوله کې سلمه لوبه شوه چې په نړیوال
کرکټ کې یې د هېواد په ګټه ترسره کړه.
په دې سره افغان اتلانو د اتصالات جام درې
نړیوالو یو ورځنیو سیالیو په لوبلړۍ کې ۲-۰ مخکېوالی ترلاسه کړ او یاده لوبلړۍ یې
په خپل نوم کړه. د دواړو لوبډلو ترمنځ به د یادې لوبلړۍ دویمه او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه
د راتلونکې سه شنبې په ورځ په همدې لوبغاړي کې ترسره شي.